د بنګله‌دېش د ښځینه لوبډلې پر منیجر د فساد تور دی

سپینه تجريدي ډیزاین
  • لیکنه: بهار سمسور

د ۲۰۲۰ م د ښځو تر نړیوال جام مخکې د بنګلادش ښځينه کریکټ لوبډلې اسټرالیا کې سیریز درلوده، چې پکې د دې لوبډلې د مدیر جاوېد عمر خلاف د فساد قضیه درج شوې ده.
خبر زیاتوي، د فساد ضد کومیټې له دې مخکې خپل کریکټ بورډ ته ویلي و، چې هغه لوبغاړي او کارکونکي چې تېر کې يې ستونزې درلودلې باید بېرته ورته په بورډ کې دندې ور نه کړل شي، ځکه دوی بیا هم خپل کار ته دوام ورکولی شي. د بنګلادېش کریکټ بورډ د فساد ضد کومیټې ورزشي رسنیو ته تایید کړې، چې دا خبره ورته د کریکټ نړیوالې شورا هم کړې وه، هغه ته په بورډ کې دنده ورنه کړي.

اوس د کریکټ نړیوالې شورا د فساد ضد کومیټې په اسټرالیا کې د سفر پر وخت د ده خلاف د فساد او مېچ فيکسېنګ ځينې شواهد تر لاسه کړي، چې له ده به يې په اړه پلټنې کېږي، که چېرته نوموړي د کوم لوبه اخیستونکي سره لاس یو کړی وي، ممکن بیا د بنګلادېش د ښځو لوبډلې ځينې غړې هم په دې کار کې دخیلې وي، چې دا به د بنګلادېش کریکټ ته ستر زیان ولري. جاوېد عمر د لومړي ځل لپاره د بنګلادېش لپاره په کال ۱۹۹۵ کې د یو ورځنینو لوبو پیل وکړ، چې ۴۰ ټېسټ او ۵۹ یو ورځنۍ لوبې يې ترسره کړې دي. نوموړی یو سټایلېش پیلیز توپ وهوونکی و، چې د توپ وهنې انداز يې ځانکړی و، خو کله چې دی له کریکټ لوبې تقاعد شو، اوس يې په کریکټ کې د غلا د تخنیک خبرې هم کېږي.