راشدخان او ملېنګا له ټولو کرکټرانو میدان وړی

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

یاران سپورټس
د کرکټ نړیوالې شورا د کرکټ له مینه‌والو غوښتي چې د خپلې خوښې له لوبغاړو یوه کسیزه لوبډله جوړه کړي او دوی ته یې نوملړ واستوي، خو شرط پکې دا دی، چې له هر هېواد څخه باید یوازې یو لوبغاړی وټاکي یا انتخاب کړي.
د کرکټ نړیواله شورا وایي دوی ته سلګونه ځوابونه په انلاین یا پرلیکه بڼه د ټوېټر او فېسبوک له لارې رسېدلي دي.
نوموړې شورا ویلي چې د نړۍ له ګوټ، ګوټ څخه، چې کومه لوبډله د کرکټ مینه‌والو غوره کړي پکې د راشدخان او ملېنګا د انتخاب بازار ګرم دی او ډېرو مینه‌والو ملېنګا او راشدخان ډېر خوښ کړي او نږدې هره لوبډله کې یې غوره کړي دي.
غواړو د لته د کرکټ د څو مینه‌والو لوبډلې ذکر کړو
الاګاپان وي په نامه یو کرکټ مینه‌وال د کرکټ نړیوالې شورا ته دا نوملړ لېږلی دی.
وارنر، کرېس ګېل، شکېب الحسن، ای بي ډیویلیرس، جاس بټلر، سټېرلېنګ، شاهد افریدي، راشدخان، جسپرېت بومرا، ملېنګا او شېن بونډ.
کارل براون بیا مکالم، ادم ګېل کرېسټ، ویرات کولي، ډیویلیرس، بېن سټوکس، رسل، شکېب الحسن، راشدخان، افریدي، ملېنګا او لامېچانی.
د نیل پټېل په نامه مینه‌وال لیکلي، سټېرلېنګ، باز، مکسوېل، مورګن، ډوني، شکېب الحسن، براوو، ایل بي مورکل، راشدخان، ملېنګا او لامېچانی.
رنجن پاسوان؛ کولېن مُنرو، کوېنټن ډیکاک، کولي، شکېب، مکسوېل، سټوکس، رسل، راشدخان، سندیپ لامېچانی، ملېنګا او شاهین افریدي.
همداسې سلګونه نورو د خپلې خوښې لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا ته لېږلي، چې نږدې نوي سلنه لوبډلو کې د راشدخان او ملېنګا نوم ذکر شوی دی.
په رښتیا هم د راشدخان یو له هغو پیاړو او له وړتیاوو لرونکو لوبغاړو څخه دی، چې د نړۍ په هرځای کې یوه لوبډله جوړېږي، نو د ده نوم به په یوولس لوبغاړو کې ذکر وي او دا د افغانستان لپاره ویاړ دی، چې داسې او نور پیاوړي لوبغاړي لري.
ورپسې ملېنګا؛ له ځوانۍ موسم څخه تر دې دمه یو له پیاوړو او باتجربه لوبغاړو تمام شوی دی، چې د سریلانکا لپاره د خارق العاده بالرانو څخه دی.
received_856400444883963.jpegreceived_615774012340756.jpeg
received_728655504339665.jpegreceived_2952757418116386.jpeg