یاران سپورټس
د بنګلهدېش کرکټ لوبډلې لوبغاړي او پخواني لوبډلمشر مشفق الرحیم د بنګال ورځپاڼې ته ویلي چې دی خپل بېټ لیلاموي او پیسې یې د بنګلهدېش کروناځپلو ته ورکوي.
د هغه په خبره هغه بېټ د نیلام په خاطر ته بولۍ ته ږدي چې ده پرې په ټېسټ لوبه کې د سریلانکا خلاف غبرګې سلیزې وهلې دي.
له دې وړاندې هم د بنګلهدېش ۲۷ کرکټ لوبغاړو خپل نیمایي معاشونه د کروناځپلو ته د مرستې په خاطر ځانګړي کړي وو.
مشفق الرحیم خپل بېټ وروسته له هغې خپل بېټ نیلام ته ږدي، چې د بنګلهدېش غوره کرکټ الراونډر شکېب الحسن د بنګلهدېش په لوبغاړو غږ وکړ، چې خپل بېټونه، هېلمېټ، شرټونه او نور ریکارډي کرکټ توکي لیلام کړي او پېسې کروناځپلو ته ورکړي.
له دې وړاندې د انګلستان د کرکټ لوبډلې پیاوړي هیټر توپوهونکي جاس بټلر هم خپل شرټ یا کمیس لیلام کړی و او پیسې یې کروناځپلو ته ورکړې وې.
د دوشنبې ورځې تر ماسپښین مهال ټوله نړۍ کې ۲ میلیونه ۳ لکه ۱۸ او ۵۵۹ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.
افغانستان کې هم د دغه ویروس شمېرې تر ۱۰۲۶ پورې ورسېدې او لا د پرمختګ په حال کې دی.
دلته افغانستان کې هم افغان لوبغاړي له خلکو سره مرستې کوي.
تر دې دمه محمدنبي عیسی خېل، حشمت الله شهیدي، افتاب عالم، کریم صادق، عبدالسمیع فیضي، احمد ولي هوتک، راشدخان او ځینو نورو لوبغاړو د خوراکي او ناخوراکي توکو مرستې کړي دي.