د کرونا د منفي اغیزو پر وړاندې مبارزه؛ هغه څه چې حکومت او ملت یې باید وکړي

سپینه تجريدي ډیزاین

لیکنه: غازي عابد

د افغان ولسمشر محمد غني په مشرۍ د کرونا ویروس د منفي اغېزو پر وړاندې د مبارزې په موخه غونډه وشوه.
ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کرونا ویروس له امله رامنځته کېدونکو بدو اغېزو سره د مبارزې، خلکو ته د کارموندنې او د هغوی ستونزو ته د رسیدګي په موخه غونډه وشوه.
دغه غونډه چې پرون ماښام په دلګشا ماڼۍ کې ترسره شوه، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح،د اقتصادي او سوداګریزو چارو د پراختیا او بې وزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهوررئیس ځانګړي استازي محمدیوسف غضنفر او د بېلابېلو وزارتونو او ادارو مسوولینو په کې حضور درلود.

د پلانونو د تطبیق غوښتنه

په غونډه کې ټینګار وشو چې د کرونا له امله پر اقتصاد د منفي اغېزو پر وړاندې دې مبارزه وشي او د منظمې برنامې په چوکاټ کې دې د خلکو ستونزو ته د رسیدګي لپاره د حکومت له ټولو امکاناتو څخه د موثرې ګټې اخیستنې واضح ټول پلانونه تطبیق او عملي شي.

د کرونا ویروس د منفي اغېزو پر وړاندې د مبارزې په موخه غونډه – ارګ

منفي اغیزې؛ حکومت او ملت باید څه وکړي؟

د کرونا ویروس له پیدایښت سره سم هیوادونو او خلکو مخ تاوان ته اوښتی. ځکه تر ډیره کاروبارونه په ټپه دریدلي، تګ راتګ بند شوی، بازارونه تړل شوي او دولتونو ته د راتلونکو عوایدو کچه ورځ تر بلې د کمیدو پر لور روانه ده.
افغانستان هم له هغو هیواونو دی چې تر اوسه له بدمرغه د کرونا مثبتې پيښې له زرو اوښتې او له سلو بره کسانو د رغیدو ترڅنګ شا او دیرش یې له امله مړه شوي دي.
دلته هم حکومت بازاراونه بند کړي، کاروبارونه پر ټپه ولاړ دي او عام خلک له سختو حالاتو سره مخ دي. یوه ویره یې دا ده چې د کرونا وبا یې ژوند وانخلي او بله ویره دا چې ددې وبا له امله یې عاید صفر او ان اکثره له پخوا بدتر شوي او د یوې شپې د ډوډۍ پیداکولو فرصت هم نه لري.
نو پر داسې مهال دولت او ملت دواړه تاوان کې روان دي، خو له هغه وبا دا تاوان غوره دی چې کولی شي انسانان ختم کړي او په یو مخ انساني ټولنه له بل بد بحران سره مخ کړي.
اوس باید افغان حکومت هڅه وکړي چې د مرستو په برخه کې د نړیوالو پام را واړوي او ترڅنګ یې په افغانستان کې دننه او بهر افغان شتمن وهڅوي چې له بیوزلو خلکو سره مرستې وکړي او دا مرستې په منظم ډول سره وویشل شي، ځکه که همداسې ونه کړي، منظم پلانونه جوړ نه شي او په منظم ډول له فساد او خیانت لرې تطبیق نه شي، کولی شي چې د افغانستان جنګ ځپلی ملت یوه ستر بد ناورین سره مخ کړي.
دا اوس هم په افغانستان کې د کرونا لپاره ځانګړې شوې پیسې ښکاري چې په هوا روانې دي، خیانتونه ورسره کیږي او ان په بلخ کې یو بالښت په ۸۰۰ افغانۍ اخیستل کیږي، هغه چې کولی شو ۱۵۰ افغانیو یې واخلو. ترڅنګ یو چپرکټ په شا او خوا ۳۰ زره افغانۍ اخیستل شوی، چې دا د دولت پیسې دي او دیته ورته په نورو سلو او زرو نورو لارو ځي. همداراز یوه ویډیو مې لیده چې نن تازه خپره شوې، د خلکو په نوم شوې مرستې د یوه ولسوال، چارواکي او کوم زورواکي کور ته وړل شوي، هغه زرنج چلوونکی چې افغان سرتیرو درولی ویډیو کې خپله وايي چې دومره مې د ولسوال وراره کره ښکته کړل، دومره مې فلاني او دومره بستاني کره… نور نه پوهیږو چې دومره چغې وهل کیږي خو هیڅ مو دا پایله ونه لیده چې د بلخ د په لوړ بیه د بالښت اخیستونکي موضوع څنګه شوه، د کرونا سره د مبارزې په نوم د لګیدو پیسو خبره څنګه شوه….
نو که حکومت رښتیا هم په سم ډول غواړي، باید د پلانونو په تطبیق کې ددې کار عاملین مجازات کړي او د نور خیانت مخه یې ونیسي.
البته دې مبارزه کې به د خلکو رول دا وي چې دوی هم قرنطین مراعت کړي، یو څو ورځې په کلکه کورونو کې پاتې شي، سختې تیرې کړي او وروسته له هغې چې کرونا کنټرول او خپریدل یې بند شي، نو ارامه به خپل کاروبار او ازاد ژوند ته مخ کړي.
که داسې ونه شي، نو دا زموږ لپاره بد بحران دی، ځکه زموږ غوندې یو دربدره ملت د هیڅ وس نه لرو، ان ځای هم نه لرو چې هغه لومړنۍ تداوي مو په کې وشي، دا چې اوس هره ورځ له ۳۰ بره پیښې ثبتیږي، دا همداسې جریان لري، نو ویره شته چې د خلکو د اوسنۍ ګڼې ګوڼې چې د بندیزونو باوجود هم لیدل کیږي، دا پيښې لکه د نورو هیوادونو په څیر زرګونو ته رسولی شي.
خیر دی یوه موقت وخت لپاره په کور پاتې شئ، ددې ملت د ژغورلو لپاره دا کار وکړئ، کنه یو خوا جګړه او بل خوا وبا، مو دا ځل پاخه تباه کولی شي.