منظور پښتین : هغوی چې زموږ خلاف تبلیغات کوي کرکټر یې معلوم دی

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

په کوزه پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتون د پاکستاني پوځ او ادارو ته د نژدې رسنیو او اشخاصو د وروستیو تبلیغاتو په اړه وايي، موږ د پاکستان د قانون په چوکاټ کې د عدالت د تامیندو او پر پښتنو د روان ظلم د پای ته رسیدو غوښتنه کوو او که دا غوښتنه څوک غداري ګڼي نو دا د هغوی کار دی.
نوموړې چې د شنبې په ماښام یې د خپل فیسبوک له لارې په ژوندۍ بڼه د پښتون ژغورنې پر غورځنګ د ځینو انتقادونو په اړه او د پېښور د راتلونکې غونډې په اړه وینا کوله، وویل، دوی د ظلم خلاف ناره پورته کړې او پر پښتنو د هر ډول او هر چا له لورې د تشدد مخالف دي.
منظور پښتون پاکستاني ادارو او پوځ ته نژدې کسانو ته په خطاب کې وویل، هغه تبلیغات چې پر موږ پسې یې کوئ او کوم نفرت انګیز القابات چې راته کاروئ، که تاسو په دې ډول موږ تنګول غواړئ نو ښايي یوه ورځ پښیمانه شئ، چې کاشکې هغه وخت مو د کرکې د خپرولو هڅه نه وه کړې.
پاکستاني رسنۍ او چارواکي تر ډیره د منظور پښتین په مشرۍ د ظلم خلاف د پښتنو وروستي احتجاجونه په یو ډول زپل او بدنامول غواړي او دوی د بهرنیو هیوادونو په ځانګړې توګه د هندوستان او افغانستان په ملاتړ تورنوي.
یو شمیر ځايي پښتانه سیاستوال چې د منظور پښتین له پراخیدونکي ملاتړه په ویره کې دی هم پر نوموړې او د پښتون ژغورنې په غورځنګ انتقادونه پیل کړي دي.
عایشه ګلالۍ او څرګندونې یې
په دې لړ کې په وروستیو کې د پاکستان په پارلمان کې د قبایلي سیمې یوې انتصابي وکیلې عایشې ګلالۍ په منظور پښتین تور پور کړ چې نوموړی او ډله یې له افغانستان او هندوستان څخه د پاکستان د ریاست او پوځ پر ضد اجنډا اخیستې ده.
عایشې ګلالۍ په اسلام اباد کې په یو خبري غونډه کې ادعا وکړه چې منظور پښتین د را له اینجنټانو سره کتلي دي.
په رسنیو کې د عایشې ګلالۍ په یوې خپرې شوې مرکې کې هغه د منظور خلاف د افغانستان او هندوستان د استخباراتي ادارو تورونه پورې کوي او په عین حال کې د افغانانو په اړه هم د سپکاوي ژبه کاروي او وايي افغانان ډیر بې وفا خلک دي.

منظور پښتون په خپله پرونۍ وینا کې که څه هم د عایشې ګلالۍ نوم وانه خیست، خو په موسکا یې وویل کله یې چې له دوستانو څخه د وروستیو انتقادونو په اړه وواریدل، او بیا پوه شو چې دا انتقادونه چا کړې دي او نوم یې یاد شو” نو ما وویل ماشاء الله زموږ د مخالفانو کردار وګوره چې څه ډول خلک دي. انسان ته ډاډ محسوس شي چې پوه شي هغه کسان چې زموږ په اړه دروغ وايي، هغه د کوم ټایپ خلک دي. کله چې ستا مخالف دورغجن، مکار او ټول سوابق یې داسې وي، نو سړی خوشاله شي چې ځه! ښه خلک مې مخالف نه دي یوازې بد خلک مې مخالف دي.“
د عایشې ګلالۍ وروستۍ څرګندونې په ټولنیزو رسنیو کې د ګڼو پښتنو غوسه راپارولې او د هغې په اړه شدید او توند پوسټونه کړي. په ټولنیزو رسنیو کې یوه بربنډه ویډیو هم لاندې باندې کیږي چې ځینې یې عایشې ګلالۍ ته منصوبوي.
عایشې ګلالۍ په خپل شپږ کلن سیاسي ژوند کې څو ګوندونه بدل کړي دي. نوموړې د پیپلز پارټۍ سره یو ځای شوه خو وروسته د تحریک انصاف ګوند ته ولاړه. او له هغې ګوند د قبایلو لپاره د یوې ښځینه په څوکۍ پارلمان ته ولاړه. خو  ګلالۍ تیر کال ددې ګوند مشر عمران خان تورن کړ چې دې ته یې سپک میسجونه استولي دي.

منظور پښتین په خپله وینا کې د چا نوم یاد نه کړ خو ویې وویل هغه پښتانه چې پر انسانیت او د خپل قوم پر مظلومیت باور نه لري او دظالم تر څنګ ولاړ دي، اصلا ویریږي چې حساب به ورسره وشي. د پښتین په وینا دا کسان د خپل ځان د ژغورنې لپاره دا تبلیغات کوي څو د پښتون ژغورنې روان پاڅون ټکنۍ کړي او ځان وژغوري.
پر پخوانیو سربیره نوې غوښتنې
منظور پښتین په خپلې پرونۍ وینا کې وویل مخکې یې پنځه غوښتنې درلودې خو اوس چې کله په کوزه پښتونخوا کې د ټولې پښتنو سیمو ستونزې واوري، د ټولو مشکلاتو ته په پام به خپلې غوښتنې تازه کړي.
د منظور پښتین په وینا دوی د پښتنو په سیمو کې د صحرايي وژنو، پر پوهنتونو د بریدونو، په کوټه پر وکیلانو د شوي برید او نورو هغو نا امنیو او جنګ د څرنګوالي په اړه د عدالتي کمیټو له خوا تفتیش او څیړنه غواړي چې د پښتنو په سیمو کې په تیره پنځلس کلونو کې شوي دي.
په دې یو ساعته خبرو کې منظور پښتون له لسیزو راهېسې له قبایلي سیمو سره د پاکستان د ریاست ناسم سلوک یادونه وکړه او په وروستیو ۱۵ کلونو کې یې په ځانګړې توګه په وزیرستان کې پر ځايي خلکو د پوځ او طالبانو له خوا د شوي زور زیاتي په اړه د خپلو سترګو لیدلې څو بیلګې بیان کړې.
منظور پښتون چې په اردو ژبه غږیده خپلو مخالفانو ته په خطاب کې وویل : ” که د خپلو قانوني حقونو غوښتنه او پر خپل ځان د شوي ظلم بیان پروپاګند وي، نو وروره دا کار ښه په ښکاره کوو. تاسو چې دې ته څه نوم ورکوئ ورکړئ، موږ چې پر موږ کوم ظلم کیږي، هغه بلکل بندول غواړو او نور په خپلو سیمو کې دا طالبان او ددې پاکستاني ادارو او پوځ دا ظلم لیدل نه غواړو.“

د منظور پښتین بشپړه وینا دلته اوریدلی شئ


منظور پښتون پوښتنه راپورته کړه چې تاسو امن څه شي ته وايئ؟ دا چې طالبان ظلم کوي هغه بدامني ده، او که پوځ ظلم کوي نو بیا امن دی؟ او که د پاکستان ادارې خلک تري تم کوي دا امن دی؟ د منظور پښتین په وینا که طالبان ظلم کوي، که د پاکستان پوځ ظلم کوي او که پاکستانۍ ادارې ظلم کوي دا ټول بد امني ده. هر هغه څه چې د پښتنو مال او ځان ته خطر وي، که د هر چا له خوا وي، بدامني ده.
هغه وویل د تالاشیو پر پوسټو چې کومه نرمي راغلې؟ ډیره ښه خبره ده باید همداسې و اوسي.
هغه له ټولو پښتنو وغوښتل چې د مارچ په اتمه نیټه د پېښور په ستره احتجاجي غونډه کې په پراخه توګه ګډون وکړي. نوموړې وویل چې تر دې غونډې مخکې به د پېښور په خوا او شا سیمو کې نورې وړې غونډې هم وشي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.