د پاکستان حکومت پر لمونځ کوونکو محدودیتونه ولګول

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د پاکستان حکومت د عالمانو شورا سره د کرونا ویروس د تهدید له امله د روژې میاشت کې د تراویحو لمونځ په وخت کې احتیاطي تدابیر په اړه ناسته کړې.
حکومت ویلي د هر صف ترمنځ دې ۶ فوټه فاصله وجود ولري او د هرو دوو کسانو ترمنځ دې د دوو نورو کسانو هومره واټن مراعت شي.
د پاکستان ولسمشر عارف علوي ویلي کوم کسان چې جومات ته راځي باید ماسک وکاروي، د مسجد حویلۍ دې په کلورینو ومینځل شي او هغه کسان دې مسجد ته نه راځي چې تبه، ټوخې، زکام او ستوني درد لري.
د هغه په وېنا په مسجدونو کې دې له پېشنمي او روژه ماتې ډډه وشي.
اودسونه دې په کور کې وشي او له ګڼې ګوڼې جوړولو دې ډډه وشي.
د علوي په خبره په غېږه دې خلک ستړې مشي نه کوي.

د جیو تلوېزیون یو پروګرام چې نوی پاکستان یې نوم دی، پکې یو مفتي شېخ عثمان ویلي، چې د لمونځ کوونکو ترمنځ واټن دې ۶ فوټه نه بلکې ۳ فوټه وي او هم دې صفونو کې مناسب واټن مراعت شي.
په پاکستان کې پلازمېنه اسلام اباد او د کوټې ښارونه قرنطین دي او ګرځبندیز پکې لګېدلی دی.
خو بیا هم خلک د جمعې په ورځ ګڼو مسجدونو ته ځي او لمونځونه ادا کوي.
د روژې په میاشت کې مسلمانان ډېری ځایونو کې مسجدونو ته روژه ماتې وړي او په ډله ئیزه توګه روژه ماتې کوي، له روژه ماتې وروسته د ماښام جمعه کوي او بیا د ماخستن تراویحو لپاره ترتیبات نیسي.
دې ټولو حالتونو کې لسګونه او سلګونه کسان لمونځونه کوي.
اوس د پاکستان حکومت اعلان کړی دی، چې لمونځ کوونکي دې ګڼه ګوڼه نه جوړوي او له پنځوس کلونو په شاوخوا کې کسان دې مسجد ته نه ځي.