یاران سپورټس
اوسمهال د کرونا نړیواله وبا د نړۍ په ټولو هېوادونو کې خپره ده او د نورو فعالیتونو ترڅنګ یې لوبې هم ځنډولي دي.
د کرکټ نړیوالې شورا د جمعې په ورځ ویلي چې د نړیوال شل اوریز کرکټ جام په اړه به پرېکړه هغه مهال کېږي، کله چې نړیوال جام ته لږې شپې ورځې پاتې شي.
یادې شورا د جام ترسره کولو او یا هم ردولو په اړه نهایي پرېکړه نه ده کړې او دېته انتظار ده، چې د کرونا ویروس کیسه پای ته ورسېږي.
د استرالیا د روغتیا چارواکو ویلي چې اسټرالیا کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې تر ۶ زره او ۵۰۰ اوړي او د مړینې پېښې پکې هم تر سلو نږدې کېدونکې دي.
د کرکټ نړیوالې شورا ویلي چې که اړتیا وي کولای شي د نړیوال جام د کوربه هېواد په اړه هم بیا له سره پرېکړه وکړي.
سږ کال د اووم پړاو نړیوال شل اوریز کرکټ جام لپاره چمتووالی نیول شوی دی.
تمه ده چې د اکټوبر له اتلسمې نېټې د نومبر تر ۱۵ مې نېټې پورې نړیوال شل اوریز کرکټ جام ترسره شي، خو که د کرونا ویروس ویره وي د کرکټ نړیوالې شورا په وینا د دې جام د لغوه کېدو شونتیا پکې هم شته.
نړیوال شل اوریز کرکټ جامونه او د هېوادونو اتلولۍ
له ۲۰۰۷م څخه تر ۲۰۱۶م پورې شپږ نړیوال شل اوریز کرکټ جامونه شوي دي، چې یو ځل هندوستان، یو ځل پاکستان، یو ځل انګلستان، یو ځل سریلانکا او دوه ځلې ویسټ انډیز ګټلي دي.
سږ کال به ویسټ انډیز، د ټورنمنټ د پیل په صورت کې له خپلې اتلولۍ د دفاع هلې ځلې کوي.
شل اوریز کرکټ جام له ۲۰۱۶م څخه د مالي امکاناتو د کمښت له امله نه و ترسره شوی او سږ کال ورته د کرکټ نړیوالې شورا چمتووالی نیولی دی، خو د کرونا ویروس له امله د دې جام ترسره کېدل شکي دي.