د نبي له ماتې وروسته د راشد او رسل سیالي؛ که د خان بریا غواړئ، افغانان رایه ورکولو ته راوبولئ

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
  • لیکنه: محمدصابر حمیدي

د کرکټ په برخه کې د نړۍ مشهوره وېبسایټ (ESPNcricinfo) د شل آوریزه سیالیو د غوره لوبغاړو ترمنځ سیالۍ اچولي، چې د ټولنیزو رسنیو له لارې د رایو په ورکولو سره غوره لوبغاړي ټاکل کېږي.
دې وېبسایټ لومړی د ۳۲ لوبغاړو ترمنځ سیالۍ واچولې، چې له ډلې یې ۱۶ لوبغاړو دویم پړاو ته لاره پيدا کړه، خو پاتې ۱۶ لوبغاړو بیا د سیالیو سره مخه ښه وکړه.

په لومړي پړاو کې ګډونوال ۳۲ لوبغاړي

راشدخان، محمدنبي، لیسیت ملینګا، ډېل سټين، شین واټسن، شاهد افریدي، ډیویډ وانر، شعیب ملک، ډین براوو، سهیل تنویر، انډري رسل، سمیول بدري، سعید اجمل، کیرون پولارډ، ایرون پینچ، کلین مکسویل، سوریش رانا، کریس ګېل، عمران طاهر، ایشواین، میس ډوني، بابر اعظم، ویراټ کوهلي شکیب الحسن، سونیل ناراین، مایکل هسي، جسپریت بومرا، روهیت شرما، جوس بیټلر، برینډن میکالم، اي بي ډیویلرز او کیون پيټرسن.
دا هغه ۳۲ لوبغاړي دي چې کریک انفو د شل اوریزه سیالیو د غوره لوبغاړي جایزې ته ټاکلې وه.

په لومړي پړاو کې ګټونکي لوبغاړي

کریک انفو پر خپلې رسمي فېسبوکپاڼه دوه دوه لوبغاړي سیالۍ ته واچول، چې د ټولنیزو رسنیو کارکوونکو د رایو په ورکولو سره د خپلې خوښې وړ لوبغاړو ته رایه ورکړه او ډېرې رایې اخیستونکو لوبغاړو دویم پړاو ته لاره پیدا کړه.
د دوی د رایو په بنسټ لیست ملینګا ـ ډیل سټین ته، شاهد افریدي ـ شین واټسن ته، ډیویډ وارنر، شعیب ملک ته، ډین براوو ـ سهیل تنویر ته، انډري رسل ـ سمیول بدري ته، راشدخان ـ سید اجمل ته، کیرون پولارډ ـ ایرون پینچ ته، سوریش رانا ـ کلین مکسویل ته، کریس ګېل ـ محمد نبي ته، عمران طاهر ـ ایشواین ته، میس ډوني ـ بابر اعضم ته، ویراټ کوهلي ـ شکیب الحسن ته، سونیل ناراین ـ مایکل هسي ته، روهیت شرما ـ جسپریت بومرا ته، برینډم مېکالم ـ جوس بیټلر ته او اي بي ډیویلرز بیا کیرون پولارډ ته ماته ورکړه.
93794232_10157161449552555_3395036837054513152_o.png

اوس به دا لوبغاړي په دویم پړاو کې یو د بل پر وړاندې سیالۍ ته واچول شي

۱ـ لیسیت ملینګا او شاهد افریدی؛
۲ـ ډیویډ وارنر او ډین براوو؛
۳ـ انډري رسل او راشدخان؛
۴ـ کیرون پولارډ او سوریش رانا؛
۵ـ کریس ګېل او عمران طاهر؛
۶ـ میس ډوني او ویراټ کوهلي؛
۷ـ سونیل ناراین او روهیت شرما؛
۸ـ برینډم میکالم او اي بي ډیویلرز؛
تر اوسه نه ده معلومه چې یاد لوبغاړي به په کومو ورځو او نېټو سیالۍ ته ولوېږي، خو که د کریک انفو فېسبوکي صحفې هر وخت د افغان لوبغاړي راشدخان او ویسټ انډيزي لوبغاړي انډري رسل سیالي اعلان کړه، تاسو حتماً خبروو، چې رایه ورکړئ.
تر هغه وروسته به ګټونکي لوبغاړي تر هغه سیالي ته اچول کېږي، چې یو لوبغاړی د شل آوریزه سیالیو تر ټولو مخکښ کرکیټر ټاکل کېږي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.