خبريال: مدثر دعوت
د روغتيا نړيوال سازمان وايي “هيڅ داسي شواهد نسته چي د کرونا ويروس څخه جوړ سوي خلک دي پدې ناروغۍ د بيا اخته کيدو په وړاندي معافيت ولري”.
د روغتيا نړيوال سازمان باتجربه څيړونکو خبرداری ورکړی چي د انټي باډي تر ازموينو وروسته هيڅ داسي سند نسته ، کوم کس چي په کرونا ويروس اخته سوی بيرته ناروغ نه سي.
دوی وايي دا ټول ټيسټونه HIV ته ورته ترسره کيږي او په وينه کي د معافيت اندازه مالوموي چي ايا د کرونا ويروس په وړاندي به بدن د مبارزې توان ولري که نه.
د روغتيا په نړيوال سازمان کي د ساري ناروغيو متخصصه ډاکتر ماريا وايي:” ډيری هيوادونه پدې لټه کي دي چي اجازه تر لاسه کړي تر څو سيرولوژيکي ازموينو په ترسره کولو سره وکولای سي د مصونيت په اړه هغه څه ترلاسه کړي کوم چي دوی يې فکر کوي،خو تر سيورلوژيکي ازموينو وروسته هم موږ تر اوسه داسي شواهد ندي پيدا کړي چي يو ناروغ دي تر جوړيدو وروسته بيرته په کرونا ويروس اخته نسي.
دې زياته کړه چي د ددې انټي باډيانو ازموينه به ددې وړتيا ولري چي د په بدن کي د انټي باډيانو کچه لوړه وساتل سي خو دا پدې مانا نده چي د کرونا ويروس سره دي مبارزه وکولای سي.
ماريا وايي دا به ډير ښه وي چي لا زياتي ازمويني ترسره سي خو تائيد يې يو اعتبار ته اړتيا لري ،په کومه اندازه چي دوی هڅي کوي په هماغه اندازه پايله هم لاسته راوړي.
ددې همکار مايکل ريان وايي:” د انټي باډيانو ازموينو ځيني اخلاقي پوښتني هم راپورته کړي.
دی وايي شايد تاسو داسي څوک ولرئ چي ددې ناروغۍ د نه خپريدو په اړه مثبت نظري ولري خو ددې ناروغۍ د خپريدو خطر ډير دی او نور کسان هم ددې ازموينو له طريقه په نورو ناروغيو هم اخته کيدلای سي.
ريان وويل :” ازمويني بايد د روغتيا نړيوال سازمان د يوې برخي په حيث وکارول سي او پدې مسله باندي به د روغتيا نړيوال سازمان روانه اونۍ نوي لارښووني هم خپرې کړي.
په نړيواله کچه تر دې مهاله ۲۲۵۹۳۵۲ کسان په کرونا ويروس اخته دي چي له امله يې ۱۵۴۴۰۱ کسان مړه سويدي.
Comments are closed.
مونږ هيله لرو چى دروان 2021 کال تر وروستيو پورى دکرونا ويروس خاتمه وکړى اوخلک اسوده ژوند ته وګرځي په وروستيو ګى په افغانستان کى هم ډير په چټکۍ مخ ته روان ده چى دهغه دجملى څخه جلال اباد،هلمند،کابل،بلخ اوداسى نور ښارونه يي دژور تاثير لاندى راوستى دى
که په افغانستان کى د عامه پوهاوي لارې چارې په کار وانچول شي نو کرونا به ډير پراخ حضور پيدا کړي او داکسين ژر توضيح کول دا د کرونا مخه نيولى شى واکسين بايد ژر تر ژره دپوليو د رضاکارانو دلارى په کمه موده کى ټولو وګړو ته ورسيږي تر څو دکرونا سره په مبارزه کى کامياب شو