د بریا غښتلې څانګې

رنګین تجريدي ډیزاین
  • لیکنه: قطار ظفري

هر کس په ژوند کې د بریا لپاره مټې رانغاړلې وي، خو ژوند لکه روان سیند ځینې ورسره ځان عیار کړي او ځینې نور بیا د اوبو تل ته ښکته کړي. راځئ دلته د هغو لارې چارو یادونه وکړو، چې د کړاوونو او ناکامیو ګراف راټېټولی شي.

۱- له خلکو سره داسې چلند وکړه لکه څنګه یې چې له دوی څخه د ځان په اړه توقع لرې.

۲- نوي ملګري پیدا کړه، مګر زاړه دوستان دي هم له لاسه مه ورکوه.

۳- ځان غښتلی ونیسه، که چېرته غښتلی هم نه یې، ځکه د انسان فکر، چې کله مثبت او قوي لورته سوق شي، حتماً د بریا راز راښکاره کوي.

۳- په لویو کارونو کې فکر وکړه، خو له کوچنیو خوښیو څخه خوند واخله.

۴- هېڅکله څوک مه ناهیلي کوه، ممکن یاد کس له هیلې پرته بل هېڅ ونه لري.

۵- هېڅکله خپله بریا له واقع کېدلو مخکې مه بیان وه.

۶- خپله بریا په خپله د ځان لپاره تعریف کړه.

۷- مشوره له ټولو واخله، کار دې په هغه مېتود وکړه چې ستاسو اند ته ښکلی یې وي.

۸- احترام د ټولو وکړه، مرسته له ټولو وغواړه (د اړتیا په صورت کې)، خو چاپلوسي  هېچاته مه کوه.

۹- په ژوند کې هېڅوک مه خپه کوه او مه د هر چا د خپګان سبب ګرځه.

۱۰- په ځان کې مو کمزوري ټکي پیدا او کار پرې وکړئ.

۱۱- هېڅکله هم د خپلو موخو په اړه چاته اجازه مه ورکوئ، چې ستاسو په اړه پرېکړه وکړي.

۱۲- هر درد او هر غم تېریدونکی دی، هر ناکامي او هره سختي تېرېدونکې ده بس صبر مو پر ټولو بریالي کوي.

۱۳- د یو چا له مجبوریته ګټه مه اخلئ، حتا که پاچا کېږئ هم.

۱۴- هېڅکله هم د بل چا په اړه د یو چا په اړه قضاوت مه کوئ.

۱۵- له هرې غلطۍ څخه عبرت واخله.

۱۶- نور چې څه درته وایي، پرته له تحقیقه پرې باور مه کوه.

۱۷- د احترام او چاپلوسۍ ترمنځ توپېر وکړئ (هغه څه چې بل یې ستا په اړه وایي او د غیبت بڼه ونه لري، بلکې مخامخ وي او هغه ځانکړنې ستاسو په وجود کې نه وي، دا مطلقه چاپلوسي ده)

۱۸- چا چې درسره ښه کړي تل یې یادوئ او بد یې له یاده وباسه او له چا سره دي چې ښه کړي یادولو ته اړتیا مه درک کوه.

۱۹- په کمو قناعت وکړه د ډېرو لپاره هیله او کوښښ وکړه.

۲۰- ژوند تنګ او کم دی، هېڅ یو هم مه خپه کوئ.

په پای کې ویلی شو، چې هڅه، هاند، زیار… او کار مو په هر ډول سختیو او ناکامیو بریالي کوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.