محمدنبي د کمو رایو په ترلاسه کولو له کریس ګېل ماته وخوړه!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

په شل آوریزه سیالیو کي د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي تکړه او نوموتی لوبغاړی محمد نبي عیسی خېل د ویسټ انډیزي تکړه لوبغاړي کریس ګېل سره سیالي ته لوېدلی وو، چي کریسل ګيل ورڅخه ډیري رايي خپلي کړې او ګټونکي اعلان شو.
په دې سره کریسل ګېل ۱۶ لوبغاړو ته لاره پيداکړه، خو محمدنبي عیسی خېل بیا مخه ښه وکړه.

انفو کرکیټ(ESPN) چي د کرکیت مشهوره ویب سایټ دئ اوس ئې د شل آوریزه سیالیو د غوره لوبغاړو ترمنځ سیالۍ اچولي، چي د ټولنیزو رسنیو له لاري د رایو په ورکولو سره غوره لوبغاړي ټاکل کیږي.
چي په لومړي سر کي د ۳۲، وروسته د ۱۶، بیا د ۸، بیا د ۴ او بیا وروسته پاینل ته د لاري پيداکوونکو دوو لوبغاړو ترمنځ سیالي ترسره کیږي.
په هغه دوو کي بیا که هر چا ډېري رايي خپلي کړې د شل آوریزه سیالیو تر ټولو غوره لوبغاړی پېژندل کیږي.
په همدې موخه دې ویب سایټ د محمدنبي عیسی خیل او کریس ګېل ترمنځ سیالي اچولې وه او د ټولنیزو رسنیو له کارکوونکو ئې غوښتي وه، چي ستاسو د خوښي لوبغاړی ګېل که نبي دی؟

وروسته زیات شمېر خلګو کریس ګېل ته رایه ورکړې او کمو خلګو بیا محمدنبي ته خپله رایه کارولې وه.
که څه هم ګریس ګېل د خپل وخت یو داسي کرکیټر وو، چي د بې رحمه توپوهني له امله خلګ ورته ګوته په غاښ وه. خو اوس دې ویب سایټ د محمد نبي عیسی خېل سره سیالي ته اچولی وو.
له دې څرګندیږي، چي محمدنبي یو له هغه کرکيټرانو څخه دئ، چي په نړیواله سطحه نوم لري.
محمد نبي د شل آوریزه او یو ورځنیو لوبو دواړو په نړیواله درجه بندۍ کي د نړۍ لومړی الراونډر لوبغاړی دی.
انفو کرکیټ یوه اونۍ مخکي د بل افغان لوبغاړي راشد خان او پاکستاني سید اجمل ترمنځ هم سیالي اچولې وه، چي راشد خان ورڅخه ډيري رایې خپلي کړې او بل پړاو یا ۱۶ لوبغاړو ته ئې لاره پيداکړه.
د معلوماتو له مخي، چي راشدخان آرمان ۵۸ سلني رايي خپلي کړي وې.
دا په داسي حال کي ده، چي راشدخان آرمان د شل آوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندۍ کي د نړۍ لومړی توپ اچونکی دئ.
د هغه ترڅنګ راشد خان آرمان د یو ورځنیو لوبو په الراونډرانو کي شپږم ځای لري.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.