یاران سپورټس
لا هم د کرونا ویروس له امله د آی پي اېل سیالیو پیلېدل د خوب لیدل دي.
د هندوستان د کرکټ بورډ ادارې د سېشنبې پر ورځ په یوه ناسته کې ویلي، چې هندوستان کې د کرونا له امله لا هم حالات عادي نه دي او د هندوستان قرنطیني حالت یو ځل بیا تر مې ۳ یمې نېټې پورې غځېږي.
د هندوستان کرکټ بورډ د اپرېل ۱۴مه نېټه ویلي، چې د آی پي اېل کرکټ سیالۍ تر نامعلومې نېټې وځنډول شوې.
د سېشنبې پر ورځ د هندوستان لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي، چې په جدي ډول به د قرنطین موده د می میاشت تر درېیمې نېټې وغځېږي، نو له همدې امله به د آی پي اېل سیالۍ هم تر نامعلومې نېټې وځنډول شي.
د هندوستان کرکټ بورډ رسنیو ته خبر ورکړی، چې دوی هیله مند دي، چې ۲۰۲۰ م کال کې دا سترې سوداګریزې سیالۍ خامخا ترسره شي.
تمه وه چې دیارلسم پړاو آی پي اېل سیالۍ د مارچ په ۲۹مه نېټه د ممبيي ښار په وانکېډی لوبغالي کې د ممبيي او چینا لوبډلو په لوبه پرانیستل شوی وای، خو دا سیالۍ د پرېل ۱۵ مې نېټې ته وروسته شوې، د چهارشنبې ورځ د اپرېل ۱۵ مه نېټه وه، خو لا هم د دې سیالیو د پېل څرک نشته.
یوازې د آی پي اېل سیالۍ نه دي چې ځنډول شوي دي، بلکې له دې سره جوخت نږدې ټوله نړۍ کې د هر ډول لوبو لوبغالي تړلي دي او لوبغاړي په خپلو کورونو کې په قرنطین حالت کې خپلو تمریناتو ته دوام ورکړی.
د آی پي اېل سیالۍ له ۲۰۰۸م څخه تر دې دمه له دا ډول برخلیک سره نه وې مخ شوې، دا لومړی ځل دی، چې د نړۍ دغو لویو سوداګریزو لوبو کې خنډ او ځنډ پېدا کېږي.
تر دې وړاندې د کرکټ نړۍ ډېری لوبغاړو د آی پي اېل پیل لپاره هیلې ژوندۍ ساتلې دي، کیوین پېټرسن چې د انګلستان تقاعد شوی لوبغاړی دی، ویلي وو، چې په آی پي اېل سیالیو به یو ځل بیا د کرکټ لوبغالو بندې دروازې پرانیستل کېږي.
د انګلستان ځینو لوبغاړو نظرونه ورکړي وو، چې د ای پي اېل سیالۍ دې د بندو دروازو ترشاه ترسره شي.
خو تر اوسه په دې اړه هېڅ نهایي پرېکړه نه ده شوې، چې دغه سیالۍ دې یا ترسره او یا هم لغوه شي.