- لیکنه: شریف الله پاچا
د امريکا د کولمبيا پوهنتون د تاريخ استادانو تاليف «د غرب تمدن» د مرکانتلسم تعريف داسې لیکي: “مرکانتلسم د يو شمېر نظرياتو، سياستونو او فعاليتونو څخه عبارت دی چې د دولت لخوا محیط ته په کتو منځته راځي، چې هدف یې د دولت تقويې او د ټولنې د افرادو يو ځایوالی او ملي اتحاد په غرض په اقتصادي ساحه کې له هغه څخه استفاده ده.”
په شپاړسمه پېړۍ کې اقتصادي تګلارې تغیير وکړ؛ د زمامدارانو او نورو اقتصادي کارپوهانو په ایډیال او خيالاتو کې هم توپير راغی؛ جغرافيايي اکتشافاتو د اقتصادي عقايدو او نظرياتو نوي نوم منځته راوست. د (مرکانتلسم) نوی نوم په هغه وخت کې منځته راغی، کله چې اقتصادي نوی تفکر پيدا شو. البته د مرکانتلسم نوم د فزيوکراتانو لخوا، چې د دې ډلې مخالفین وو، وروسته ورکړل شو. مرکانتلستانو د اقتصادي مشکلاتو لپاره هېڅ څېړنو او عالمانو ته روجوع نه ده کړې، بلکې دې ډله خلکو له دې وجې نوم پيدا کړ، چې اروپا ته د دنيا له هرې خوا څخه سره او سپين زر راتلل، چې له همدې کبله صنعت او سرمايهګذاري زیات شول. د اقتصادي عقايدو اصول او د اقتصادي علم اهميت د مرکانتلسم په دور کې شروع کېږي.
د مرکانتلسم دور له شپاړسمې پېړۍ شروع تر اتلسمې پېړۍ دوام مومي، د کار طريقه او سياست یې داسې و، چې د يو مملکت طريقه کار به د يو فرد له طريقه کار سره مشابه وي. له کوم تاکتيک چې تاجر کار اخلي، هېوادونه هم بايد هماغسې له وړو وړو تاکتيکو کار واخلي. هغه که د خامو موادو ارزانه پيدا کول دي، که د لېږد رالېږد په پیسو کې سپما وي، که اجرو او کارونکو پيسو کې کمښت وي، لکه يو تاجر بايد خپلې ګټې ته په فکر کې شي. مرکانتلسم يو څو اساسي ټکو ته اهميت ورکوي، صنعت ته وده ورکول؛ سره او سپین زر هېواد ته واردول؛ په صادراتو کې زياتوالی او په وارداتو کې کمښت، سره او سپين زر بايد هېڅ له هېواد بهر ونه وځي، ځکه دا د يوه هېواد ثروت دی.
د مرکانتلسم اصلي مشران غټ اقتصادي علماء او فلاسفه نه، بلکې د هغه وخت سیاستمداران او غټ تاجران يا دولتي مشران وو. د مرکانتلسم عقايد دا وو، څومره چې کېږي، باید دولت تقويه کړي او خلک ملي تعاون ته راوبولي. د مرکانتلسم په دوران کې طبقاتي توپير په خپل عوج کې و. بزګرانو ته دا اجازه نه وه چې زراعت ته وده ورکړي او د زراعت د اموالو صادراتو ته اجازه نه وه، بزګران او کارکوونکو طبقه خلکو به په سختۍ د يو وخت ډوډۍ پيدا کوله.
په دې وخت کې د بزګرانو او کارکوونکو لخوا ائتلافونه هم رامنځته شول، چې حکومتونو ډېر سخت وځپل، چې د تجارت او صنعت ممانعت ونشي. څومره به چې کارکوونکي بېکاره کېدل، هغومره به بروژوا ډله خوشاله وه، چې په اموالو مصارف راکم شي.
مرکانتلستانو طريقه کار ته په کتو څو سوالونو ته ځواب ويلی. ثروت څه شی دی؟ د پيسو او ثروت ترمنځ روابط موجوده دي که نه؟ آيا د يوه دولت د تقويې لپاره ټول توليدات مساوي دي او که نه؟ که هو، نو کومو توليداتو ته بايد ډېره توجه وشي؟ قېمتونه څنګه پيدا کېږي؟ په ملي عايداتو باندې ربح او سود څومره تاثير لري؟
د مرکانتلسم د مکتب نوميالي شاګردان، چې په بېسارې توګه یې وده ورکړې:
ژان باتيسټ کلبر (1519 نه تر 1603)
چې د فرانسې د څوارلسم امپراتور په مختلفو برخو کې کار کړی او تر ډېره د دې مکتب مخکښ بلل کېږي. حتا ځینې کسان مرکانتلستانو ته کلبرستان وایي.
ژان بودن ( 1530 نه تر 1594)
جمز هارينګټون ( 1611 نه تر 1677)
جان لاک (1632 نه تر 1704)