د افغان دولت لپاره یو سر، سل اندېښنې: د لمړيتوبونو ننګونکی انتخاب

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

(کرونا، ولږه او غربت، داخلي سیاسې کرکېچ، له طالبانو سره سوله، فساد او داخلی امنیت)

  • لیکنه: پوهنمل الهام الدین صافی

یادونه: که څه هم دا لیکنه د عنوان مطابق اوږدې څېړنې او لیکنې ته اړتیا لري، خو دلته ډېر تمرکز یوازې له کرونا سره په مقابله او مسوولیت شوی دی.
نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې کرونا اوس د هغه ناورین نوم دی چې د نړۍ یې د worldometer د 12.4.20 نېټې راپور پر اساس په کلي ډول ۱۷۹۰۹۵۶ مثبتې قضیو، ۱۰۹۶۶۴ مرګونو چې لا تر اوسه د نورو مرګوني او مالي تاوانونو په هکله وړاندوینه د  باور له کچې ډېره ټیته ده، دوام لري.
پرمختللي هېوادونه د وسایلو، عامه پوهې، د غربت کموالي، لوړې بودیجې، لوړ سري سر عاید او منظم روغتیایي سیستم  له لرلو سره سره پر دې نه توانېږي چې د دغه ناورین مخه ونیسې. که څه هم د دې ناورین د مخنیوي لپاره نوموړي هېوادونه خپل چمتوالی ښیې. د دې خبري ثبوت د world economic forum د وېب‌سایټ 12.4.20 نېټې راپور پر اساس چې د جرمنې، ایرلیڼد او ډینمارک او نورو هېوادونو لپاره یې کړی دی، وایې:

 “هر هغه کارګر چې د کرونا ناروغي علایم ولري د قرنطین پر وخت ورته پوره معاش او لا د هغې څخه اضافه ورکول کېږي، چې شکمن خلک قرنطین ته زړه ښه کړي.

خو له بلې خوا وروسته پاتې هېوادونه چې خپله عادې بودیجه نه شي پوره کولای، له داسې ناورین سره مقابله ورته له یوې خوا ډېره ستونزمنه وي، ځکه د نوموړي ناورین لپاره نړیوالې ترلاسه شوې مرستې  د هدف پر ځای د لوړ فساد د موجدیت له امله په شخصې چینلونو کې مصرفېږي، چې ثبوت یې د سیګار د  ۲۰۱۵ کال د راپور پر اساس، چې وایې: “د متحده ایاالتو د دفاع وزارت د هغو 470 میلیونه ډالرو له لګښتونو سره سره چې د افغان محلي پولیسو په حمایه یې لګولي دي، افغان محلي پولیس د لوجیسټیکي حمایې، څارنې او داسې یوه پالن له نشتوالي سره مخامخ دي چې آیا دغه ځواک منحل کړای شي که له افغان ملي پولیسو سره یوځای کړای شې.” راپور ۲۰۱۵، اکتوبر ۱۵، IV مخ) راوړلاې شو.
په اوس وخت کې د نورو سردردیو بر علاوه، د کرونا اوسنې ناورین چې د worldometer.info د 4.12.2020 نېټې راپور پر اساس افغانستان کې یې مثبتې پېښې 607 چې له امله یې د راپور په اساس 18 کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی او لا د ډېرېدو په حال کې دي، د افغانستان لپاره یو بل د مقابلې میدان دی.
د لیکنې د اصلي هدف په توګه، اوس سوال دا پیدا کېږي چې آیا افغان دولت به وکړاې شي چې په یوازې سر (یوسر) د کرونا، ولږي او غربت، داخلي سیاسې کړکېچ، له طالبانو سره سوله، فساد او داخلی امنیت سره (د سل اندېښنو) په توګه د اولیتونو په نظر کې نیولو سره مقاله وکړي؟ او آیا د ماتې په صورت کې به صرف افغان دولت ملامت ګڼل کېداې شي؟
که څه هم د افغان ولسمشر لمړي مرستیال امرالله صالح د بي بي سي د راپور په استناد له کرونا سره د مقابلې ټټر وهلی او وایې:

 په لومړي سر کې به په کابل کې ۱۲۵ زرو کورنیو چې کرونا له امله زیانمې شوې، مرستې وېشل کېږي… او ټولو والیانو ته د اړمنو کورنیو د پېژندلو او د کابینې په غونډه کې د شرکت کولو او د خپلې بودیجې د ټاکلو واک او امر شوی دی.”

سوال دا پیدا کېږي چې آيا دغه مرستې به هغه دوه نیم کیلو غنم وي چې لړۍ یې دوام لري، آیا والیان به د  ۴ ام درجه فساد لرونکي (د corruption perception indexes پر اساس د wpr.com راپور له مخې) هېواد په توګه د مرکز مرستې اړینو ځایونو ته ورسوي؟ د هغه ډاکترانو به څه حال وي چې د عسکرو په څېر مو له کرونا سره د مقابلې لپاره په لومړي قطار کې جنګېږي؟
د پورته ټکو په نظر کې نیولو سره اوس هغه وخت رارسېدلی دی چې افغان دولت او په هغه کې د لوړې کچې نیولې تر ټیټې کچي مامورین، افغان اولس، ټول سیاسې ګوندونه، طالبان او په بیرون او داخل کې شتمن افغانان د زړه له تله په افغان اولس رحم وکړي او د خپلې اسلامې، افغانې او انسانې همدردي له امله له هغو کورنیو سره مرسته وکړي، چې د ولږې او غربت له امله خپل بچي په دار ځړوي او خپل مسوولیت د خپلې خاورې په وړاندې چې کېداې شي د  کرونا له امله به د نړې تر هر هېواد ډېر زیان ومومي، ادا کړي. نو لازمه ده چې:
اول: عام وګړي د طبي هدایاتو مطابق عمل وکړي، کرونا جدې وګڼي او په کور پاتې شي.
دویم: افغان دولت په ډېر مدبرانه توګه کرونا، ولږه او غربت، داخلي سیاسي کړکېچ، له طالبانو سره سوله، فساد او داخلي امنیت د لومړیتوبو په نظر کې نیولو سره تنظیم او حل کړي.
درېیم: ټول سیاسې اقشار، طالبان او شتمن افغانان، او دیني مراکز د کرونا افت په لمنځه وړولو کې له دولت سره د زړه له کومې مرسته وکړي.
څلورم: افغان دولت او په هغه کې موجوده چینل (د لوړې کچې تر ټیټې کچې) د کرونا د مقابلې لپاره د نړیوالو ترلاسه شوې مرستې په لازمو ځایونو کې مصرف کړي.
له کرونا څخه د خوندي افغانستان په هیله

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.