- لیکنه: عبدالرقیب سایل
که ناکامي وغواړو، نو ورته وبه رسېږو، که نه هسې به نه ورخطا کېږو. ډاډمن اوسئ.
غواړم په همدې اړه یوه مشوره درکړم. پوهیږئ چې په راتلونکې کې له څه شی سره مخامخ کېدونکي یو؟
اوس یې درته وایم.
په ټولنه کې زیاتره خلک له ژوندکولو وېره لري او څه شي ته یې چې اړتیا پېښه شي، ډېر نه ورپسې ګرځي، خو دې لټۍ انسان ته لویې ستونزې هم اړولې دي.
راځئ پر ځان بیا فکر وکړو او متوجه شو چې څنګه ځانونه له ټولنې او ملګرو سره یو شان کولی شو، چې خپلو هیلو ته ورسېږو او ماتې د تل لپاره هېره کړو.
که ډېر پام وکړو چې په ژوند کې څه شی خراب وو او له څه شي ډار لرو، نو فکر کوم دا به مو مورال لا پسې ضیعفه کړي او موږ به فکراً د نیستۍ خواته یوسي، خو زه باور لرم چې ټول انسانان بریالي دي، هېڅ محدودیت یې مخه نه شي نیولی او د ژوند لپاره هر ډول چیلینج هم په ځان منلی شي.
راځئ له ځان سره کېنو، زدهکړه وکړو او له ځانه یې باید پیل هم کړو. په دې اړه باید ژر ګړندي قدمونه واخلو او پر خپلو وړتیاوو د تل لپاره باور ولرو او دغه باور باید لا پسې پیاوړی کړو.
موږ نه پوهېږو چې راتلونکې به مو څنګه وي، خو که لاستهراوړنې احساس کړو او خپله وېره تل مړه کړو، نو وار له واره به مو په خپلو احساساتو باور وشي او ژر به د بریا نوی پړاو پرانیزو او په بیړه به یې سرته ورسوو.
زموږ په ژوند کې هر څه پېښېږي او موږ د خپل کړنو په بشړ ډول مسوول هم یو، نو چې دومره لوی مسوولیت را تر غاړې دی، ولې به له ژونده په تنګېږو!؟
اصلاً د غلطۍ او ستونزې ذهنیت نور باید په تصوراتو کې ووژنو او هر څه ته د نیکو په سترګو وګورو.