- خبريال: مدثر دعوت
د امريکا هغه مسافر وړوونکې بېړۍ چې اونۍ وړاندې پکې د کرونا ويروس پېښې مثبتې ثبت شوې وې اوس د لوی خطر سره مخ ده.
د امريکا متحده ايالاتو سمندري ځواک ادارې خبر ورکړی چې په ياده کښتۍ کې ۱۰۳ نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوي دي.
د امريکا سمندري ځواک رويټرز ته ويلي چې د بېړۍ ۹۲ سلنه کسانو ازموينه اخيستل شوې، چې د ۵۵۰ کسانو ازموينې مثبته پايله او د ۳۶۷۳ کسانو ازموينې منفي پايله ورکړې ده، چې له جملې يې ۳۶۹۶ کسان له کښتۍ څخه ايستل شوي دي.
د دې بېړۍ مشر توماس موډلي څو ورځې وړاندې په دې خاطر استعفا ته مجبور کړای شو، چې د کښتۍ قومندان ترې غوښتي وو چې د کرونا ويروس د مخنيوي په خاطر عاجل اقدامات وکړي، خو توماس يې پر خبرو خندلې وه او د قومندان زارۍ يې په ټوکو اړولې وې.
په امريکا کې اوسمهال د نړۍ تر بل هر هېواد ډېر کسان په کرونا ويروس اخته او مړه شوي دي.
په امريکا متحده ايالاتو کې تر اوسه ۵۳۳۰۸۸ کسان په کرونا ويروس اخته دي او ۲۰۵۸۰ کسان يې له امله مړه شوي، چې دا شمېر تر بل هر هېواد ډېر دی.