یاران سپورټس
شعیب اختر چې د پاکستان پخوانی چټک توپ اچوونکی دی، څه موده وړاندې یې ویلي وو چې هند او پاکستان باید یو دوه اړخیز سیریز ترسره کړي، چې له دغه سیریز څخه ترلاسه شوې پېسې د کرونا ویروس د مخنیوي پر وړاندې وکارول شي.
هندوستان او پاکستان کرکټ لوبډلو له ۲۰۱۳م راهیسې د یو بل پر وړاندې دوهاړخیزې لوبلړۍ نه دي ترسره کړې.
۲۰۱۳م کې دواړو لوبډلو په هندوستان کې درې یو ورځنۍ لوبې وکړې، چې پاکستان دوه د یو پر وړاندې له هندوستان څخه وګټلې.
که څه شعیب اختر ظاهراً د کرونا ویروس سره د مبارزې په خاطر د مرستې یا فنډ راټولولو په پلمه د لوبو یادونه کړې وه، خو تر شا یې د دواړو هېوادونو د کرکټ لوبډلو ترمنځ د لوبو برابرول دي.
هند نه غواړي چې له نړیوالو جامونو او اسیا جامونو ورهاخوا په عادي سیریزونو کې د پاکستان پر وړاندې ولوبېږي.
د هند او پاکستان سیاسي اړیکو کرکټ ته هم لاره کړې او دې برخه باندې یې هم منفي اغېز کړی دی.
د شعیب د لوبو په ځواب کې د هندوستان پخواني لوبغاړي او لوبډلمشر کپیل ډیو ویلي، چې هندوستان د کرونا پر وړاندې پېسو ته اړتیا نه لري او دوی لوبې نه کوي.
شعیب اختر یې بیا په ځواب کې ویلي چې کپیل ورور باید پوه شي، چې ما څه وویل، هر کس په اقتصادي ستونزو کې ګېر دی، دا وخت دی چې موږ خپل لاسونه سره یو کړو او عاید لاسته راوړو.
د پاکستان او هند د سیریزونو د لوبو ریکارډ
دواړو لوبډلو په خپلو کې ۱۳۲یو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۵۵ هند ګټلي، ۷۳ پاکستان ګټلي او ۴ لوبې بې پایلې شوي دي.
۵۹ یې ټېسټ لوبې کړي، چې ۹ هند ګټلي، ۱۲ پاکستان ګټلي او ۳۸ یې مساوي شوي دي.
دواړو لوبډلو ۸ شل اوریزې لوبې کړي، چې ۶ هند ګټلي، یوه پاکستان ګټلې او یوه بې پایلې شوې ده.