نړۍ او کرونا؛ په افغانستان کي نوي پېښي، خو امریکا کي ډېر مړي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

خبریال: فضل الله فضلي
د عامي روغتیا وزارت وايي چي په تېرو ۲۴ ساعتونو د کرونا ویروس ۱۶ نوي پېښي، چي ډېر یې کابل او پاتي په دایکنډي، کندهار، تخار، بامیان او پروان ولایتونو کي ثبت سوي دي.
بلخوا بیا د کندهار چارواکي خبر ورکوي، چي هلته د ویروس ننۍ پېښي ۷ دي.
په دې سره په ټول هیواد کي ټولي پېښي ۵۲۶ ته ورسېدې، چي له جملې ۳۲ تنه روغ سوي او د روغو نیمايي شمېر (۱۶) یې مړه سوي دي.
تراوسه د هیواد د ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۷ ولایتونو کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ ناروغۍ پېښي ثبت سوي دي.
نن په ټولنیزو رسنیو کي لاندي عکسونه پورته کښته کېدل، چي ګواکي د کرونا ویروسه ځپلي کسان پر سړکونو په سخت حالت کي پراته دي او د مرګ سره مخ سوي.

بلخوا په نړۍ کي ددې ویروس د تائید سوو پېښو شمېر تر ۱،۶ میلیونو پوري رسېدلي او اوس مهال په اخته کسان له ۱،۱ میلیونه څخه ډېري دي.
د ویروس له امله د نړۍ د مړو شمېر تر یولک پوري رسیږي او د روغ سوو کسانو شمېر تر ۳ لکه ۶۶ زرو تنو څخه ډېر سو.
د یو شمېر څېړنو له مخي چي کېدای سي، په نړۍ کي په کرونا اخته کسان له یاد سوي شمېر څخه ډېر زیات وي او مړي هم ثابت نه دي، ځکه په ځینو هیوادونو کي د مړو زیات ښځول لیدل سوي دي.
خو د روغو کسانو شمېر ځکه دقیق کېدای سي، چي د ویروس د وژلو سلنه کمه ده او همدارنګه له سیاسي او اقتصادي موضوعاتو څخه وتلي دي.

40 daily deaths in N Iran as COVID-19 outbreak claims 2600 lives
په ایران کي د مړو پریس کولو حالت

تېره ورځ په نړۍ کي تر ۸۵ زرو پوري پېښي ثبت سوي دي، چي نن (تراوس) تر ۳۴ زرو پوري پېښي ثبت سوي، چي ښايي دا شمېره د تېرو ورځو شمېرو ته تر سبا ځان ورسوي.
په اروپايي هیوادونو په خاص ډول هسپانیا کي د کرونا عادي حالت له اوج ته رسېدو وروسته په سمېدو دئ.
بلخوا ایټالیا کي چي د مړو له لحاظه زیات ځپل سوی ملک دئ، هم حالت له اوجه را وتلئ دئ.
تېره ورځ په دواړو هیوادونو کي ډېري کمي پېښي تر ۷ زرو پوري ثبت سوي وې.
بلخوا په امریکا کي د کرونا ویروسه تېره ورځ ۱۹۰۰ کسه مړه سوي وه، چي نن پکښي بیا تر ۱۱ سوو پوري د مړینو خبر ورکول سوئ دئ.
د امریکا په نیویارک ښار کي د مړو ښخولو لویه کنده

دا پداسي حال کي تېره اونۍ ددې هیواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی وو، چي امریکا دي په زیاته اندازه د کرونا ویروس د مړو د ښځولو تیاری ونیسي.
کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ ناروغي لا هم په نړۍ کي نه ده کنټرول سوې او هره ورځ پکښي تر یولک کمي پېښي ثبتیږي.
ددې ویروس درمل یا واکسین هم تراوسه نه دي جوړ سوي، خو د روغتیا نړیوال سازمان وايي چي د کرونا څخه د ژوند ژغورلو لپاره باید کور پاته سو، ترڅو د ویروس د خپرېدو او انتقال مخنیوی سوئ وي.