عرفان پټان؛ زموږ کورونه زموږ په څېر ګنهکاره شوي!

رنګین تجريدي ډیزاین
  • لیکنه: مدثر دعوت

عرفان پټان پر ټويټر اکاونټ د ويډيو په خپرولو سره ويلي، چې زموږ کورونه زموږ په څېر ګنهکاره دي، نو ځکه بايد لمونځونه او دعاوې پکې وکړو.
د هندوستان کريکټ ملي لوبډلي پخواني الراونډر ويلي: “دا فکر مه کوئ چې موږ له مسجدونو څخه راوګرځول شو، دا فکر وکړئ چې هر کور بايد په مسجد بدل شي؛ زموږ په څېر زموږ کورونه هم ګنهکار شوي، راځئ خپل کورونه پاک کړو او په خپلو کورونو کې لمونځونه وکړو.
عرفان پټان له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا له کبله په قرنطين مهال کې دعاوې وکړي او له الله ج څخه دې د نصرت غوښتنه وکړي.
عرفان پټان او يوسف پټان دواړه وروڼه دي او د هندوستان په کرکټ ملي لوبډله کې د مهمو لوبغاړو په حيث لوبېدل.
عرفان تېر کال له هر ډول کرکټ څخه خپل تقاعد اعلان کړ، په داسې حال کې چې نوموړی د نړيوال شل اووريز جام په ګټلو کې د هند برخه وه.
نوموړي د هند لپاره په ۲۹ ټيسټ لوبو کې ۱۰۰ ويکټې اخيستې او د پاکستان پر وړاندې يې هيټريک هم کړی. همدارنګه يې ۱۲۰ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره کړې، چې ۱۷۳ ويکټې يې هم اخیستې دي.
عرفان پټان اوسمهال نړيوال کمينټراټور دی.
په لاندې لينک کې د عرفان پټان ويډيو کتلای شئ: