د ۱۰۱ کلونو په عمر سپين ږيری د کرونا ويروس څخه روغ ووتی!

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

خبريال: مدثر دعوت
د کيټ واټسن په نوم يو انګريز د ۱۰۱ کلونو په عمر د کرونا ويروس څخه روغ ووتی.
که څه هم د طبابت نړۍ پدې باور ده چي زاړه کسان په کرونا ويروس اخته کيږي او د مرګ خطر يې هم ډير دی خو په انګلستان کي د ۱۰۱ کلونو په عمر سپين ږیری د کرونا ويروس ته ماته ورکړې او د روغتون څخه ژوندی وتلی دی.
کيټ واټسن د انګلستان د ورکسټرشير اوسيدونکی دی،روغتون ته ددې لپاره بيول سوی وو تر څو عمليات يې کړي، خو د تبي د ډيرښت له کبله يې د کرونا ويروس ازموينه ترې اخيستې وه چي وروسته يې پايله مثبته ورکړې وه.
لمسۍ يې وايي:” کله چي موږ خبر سولو چي نيکه مو په کرونا ويروس مبتلا دی نو دا فکر مو وکړ چي نور مړ کيږي خو داچي دی جوړ سو دده د عمر سره جالبه ده”.
واټسن د الکسندرا په نوم روغتون کي بستر وو چي تر جوړيدو وروسته خپل کورته واستول سو.
د ياد روغتون پر فيسبوک پاڼي ددې زاړه سړي د جوړيدو د خبر تر خپريدلو وروسته تر ۷۰۰۰ ډيرو کسانو شير کړی او د ياد روغتون هڅي يې ستايلي دي.
په انګلستان کي تر دې مهاله تر ۶۵۰۰۰ ډير کسان په کرونا ويروس اخته دي چي له امله يې تر ۸۰۰۰ پوري کسان مړه سويدي.