- راپور: ولمه ځلا
د افغانستان د ملي امنیت شورا مني چې نن هم د افغان حکومت له زندان څخه سل طالب بندیان خوشي شوي، خو طالبان بیا دغه پروسه نه مني.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې د طالب بندیانو د خوشې کېدو دغه لړۍ د دوی د هغې پروسې پر مطابق نه ده عملي شوې چې دوی یې د بشپړېدو غوښتنه درلوده.
ده ویلي چې دوی د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې په بنسټ د طالب بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي.
پرون (وري ۲۰ مه) د طالب بندیانو د خوشې کېدو لړۍ پیل شوه چې له نن سره سم تر اوسه د طالبانو ۲۰۰ بندیان د حکومت له زندانونو خوشې شوي دي.
په ورته وخت کې د ملي امنیت شورا لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د چهارشنبې پر ورځ هغه سل بندیان خوشې شوي چې د طالبانو لخوا یې نوملړ سپارلی شوی و.
خو ذبیح الله مجاهد وايي چې دغه کسان د دوی له غوښتنو سره سم نه دي خوشې شوي، ځکه د دوی پلاوی په کابل کې نشته.
تر دې وړاندې په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین په خپل ټوېټر لیکلي و چې د طالب بندیانو د خوشې کېدو نېټه په هسې بهانو ځنډېږي، نو دوی به نور په کابل کې له افغان حکومت سره خبرې ونه کړي.
شاهین لیکلي: “د لاسلیک شوې توافقنامې پر اساس باید د اسلامي امارت بندیان لا وختي خوشي او بینالافغاني مذاکراتوته لاره هواره شوې وای، خو اړوند لوري زموږ د بندیانو خلاصون په لوی لاس ځنډوي او د سولې له توافقنامې سرغړونه کوي. له همدې امله اسلامي امارت سملاسي له کابل څخه خپل تخنیکي ټیم بیرته راغواړي.”
بل لور ته افغان حکومت وايي چې د طالبانو په نوملړ کې هغه ۱۵ کسان به خوشې نه کړي، چې په لویو بریدونو کې یې لاس درلود، خو طالبان بیا وايي چې د دغو یادو کسانو نوم د دوی او امریکا ترمنځ په شوې هوکړې کې هم شته.
طالبان وايي چې دغه ۱۵ کسان به له دوی سره د پنځه زره طالب بندیانو په تصدیق او تثبیت کې مرسته وکړي.
د طالبانو درې کسییزه پلاوی د روانې وري میاشتې په ۱۱مه کابل ته رارسېدلی و، خو تر څو ورځو وروسته هم دوی یوې پایلې ته ونه رسېدل.
د یادونې وړ ده چې د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو لپاره باید د افغان حکومت د زرو سرتېرو او د طالبان د پنځه زره بندیانو د خوشې لړۍ پیلېدل حتمي دي.
طالبانو ویلي دي که هر څومره د دوی د بندیانو د خوشې کېدو لړۍ ځنډېږي، نو د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدل به هم ورسره وځنډول شي.