خبریال: فضل الله فضلي
د کرونا ویروس شمېر په افغانستان کي ۴۴۴ ته ورسېدئ.
د عامي روغتیا وزارت وايي چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د کرونا ویروس ۲۱ مثبتي پېښي ثبت سوي دي.
له یادي شمېرې څخه یې ۱۲ په کابل، ۳ غزني، ۲ بغلان، یوه-یوه په تخار او لوګر ولایتونو کي ثبت سوي او ترڅنګ یې یوه-یوه لومړۍ پېښي په میدان وردګو او هلمند ولایت کي ثبت سوي دي.
وزارت دا هم ویلي چي له دې ویروسه په هیواد کي ۱۱ تنه چي ۸ یې په هرات، ۲ سمنګان او یو په بلخ کي وه، روغ سوي دي.
بلخوا بیا نن د بلخ څخه په راپورونو کي راغلي چي هلته یو ۵۲ کلن سړی له دې ویروسه ومړ.
پدې سره په هیواد کي د کرونا ویروس ټول روغ سوي ۳۱ تنه او مړه سوي ۱۵ کسه سوه.
د کرونا ویروس ټولي پېښي د هیواد په ۲۵ ولایتونو کي ثبت سوي دي.
بلخوا د چین څخه راپورونه وايي چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي پدې هیواد کي لدې ویروسه څوک نه دئ مړ سوئ.
هلته له شاوخوا ۷۴ ورځو تر سخت قرنطین وروسته بازارونه او دوکانونه په بشپړ ډول خلاص او ټول ترانسپورټ پیل سو.
خو د چین په یو سرحدي هي لانګ جیانګ ولایت کي بیا نن په لسګونه نوي مثبتي پېښي په چټکۍ ثبت سوي دي.
پدې هیواد کي تر اوسه تر ۸۲ زرو ډېري پېښي ثبت سوي او تر ۴ زره ډېر مړي لري.
د نړۍ په یو بل طرف کي امریکايي چارواکي وايي چي په امریکا کي په کرونا د اخته کسانو شمېر تر ۴ لکو ډېر سو.
هلته لدې ویروسه پرون تر ۲۰۰۰ پوري مړي ثبت سوي وه، چي د مړو ټوله شمېره په دې هیواد کي تر ۱۳ زرو پوري رسیږي.
د کرونا ویروس له امله د نړۍ تر ټولو ډېر مړي ایټالیا لري، چي شمېر یې تر ۱۷ زرو اوښتئ دئ.
پدې هیواد کي په کرونا د اخته کسانو شمېر نن تر ۱۴۰ زرو ورسېدئ.
بل طرف ته په دوهم ځپل سوي هیواد هسپانيا کي تر ایټالیا ډېر ۱۴۶ زره پېښي ثبت سوي، چي ټول مړي یې تر ۱۴ زره ډېر سول.
په جرمني او فرانسه کي بیا د ویروس شمېر په هر هیواد کي تر ۱۰۹ زرو تنو ډېر سو.
په ایران کي نن بیا تر ۲۰۰۰ پوري نوي پېښي ثبت سوي، چي ټولي پېښي یې ۶۴ زره او مړي یې ۴ زرو ته رسیږي.
تېره ورځ په نړۍ کي تر ۸۴ زرو ډېري نوي پېښي ثبت سوي وې، خو نن (تراوسه) ۲۴ زره پېښي ثبت سوي دي، چي ښايي د نن شمېره د پرون تر شمېر او یاهم ۷۰ زرو پوري ورسیږي.
د کرونا ویروس چي په چین کي رامنځ ته سو، تراوسه یې په نړۍ کي تر ۸۳ زرو تنو ډېر مړه کړي او تر ۳ لکو ډېر ځیني رغېدلي دي.
اوس مهال په نړۍ کي په ویروس د اخته کسانو شمېر تر یو میلیون واوښتئ او ټول په اخته سوي کسان تر ۱،۴ میلیونه ډېر سوه.