د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې( CRIDA) یو داسې انلاین پاڼه جوړه کړې چې چیرې خلک کولی شي، د ځینو پوښتنو په ځوابولو ددې ځواب ترلاسه کړي چې په کرونا اخته دی او کنه.
د پلازمېنې زون د پراختیا دولتي ادارې دا انلاین ازموینه په دې لینک موندلی شئ.
http://covid-19.crida.gov.af/
که څه هم دې دولتي پاڼې دا یادونه نه ده کړې خو د کرونا په اړه دا انلاین معاینه یوازې یو اټکل دی چې د نښو او علامو په اړه پوښتنو ته ستاسو د ځوابونو پر بنسټ یې کوي او هیڅکله یوه ريښتیني معاینه نه ده.
خو پر دې سربیره تر ډیره مرسته کوي څو یو کس پوه شي چې په کرونا اخته دی او که هسې اندېښنه ورغورځیدلې ده.
همدارنګه د کرونا په اړه ددې انلاین معاینې یا ځان کتنې د پښتو پوښتنو متن سره ډیره بې انصافي شوې او له څیرمه په ناسمه اونیمګړې بڼه لیکل شوی چې د پښتو په وړاندې ددې ادارې د چلوونکو او ددې انلاین پاڼې د جوړونکو بې پروايي او ناسم چلند ترې جوت دی.
د یادونې وړ ده چې د کرونا وایرس د اخته کیدو په اړه یوازې طبي معاینات د اعتبار وړ دي، او د نښو او علایمو له مخې یوازې یو اټکل کیدای شي خو ضروري نه ده چې د ځینو نښو او علامولرل دې خامخا د کرونا لرلو په معنی وي.
تبه، ټوخی، سردرد او ځینې نورې نښې چې په کرونا کې عامې دي، د زکام اووالګي په شمول د ګڼو نور ناروغیو نښې او علامې هم کیدای شي.