ژباړه: غازي عابد
د یوه نوي ښه عادت ترلاسه کول خواري غواړي، خو دا خواري به ډیره ګټوره او ارزښتناکه تمامه شي.
څومره چې یو انسان ښه خویونه او عادتونه لري، په هماغه ډول سره چارې په ښه ډول سمبالوي او خپل اهداف په منظم ډول ترلاسه کوي.
همداراز د ښه عادت ترلاسه کولو لپاره متحرک اوسېدل، مبارزه او خواري اړینه ده. نو که چیرته کوم بد عادتونه لرۍ، هڅه وکړئ چې ګام په ګام مو دا بد عادتونه په ښو هغو بدل کړئ.
دلته موږ هم درته ځینې لارې در په ګوته کوو، مرستندویه به وي:
۱- هدف مو وټاکئ
مخکې له دې چې یو کار شروع کړي، غوره خبره دا ده چې لومړی هدف وټاکې. مشخصاً باید په دې پوه اوسې چې څه کول غواړې. ځان مطمیئن کړه چې باید هدف دې معلوم وي، ممکن وي، تمرکز پرې کېدای شي، رښتینی وي؛ خو په ټوله کې ډیر مناسب وي، څو یې ترلاسه شې کړائ او د بریالیتوب امکانات مو زیات شي.
۲- عادت مو ښه وپيژنئ
د ښو خویونو او عادتونو درلودل د بریاوو ترلاسه کولو ډیر فرصتونه برابروي او ممکنوي. کله مو چې هدف وټاکه، وروسته ددې سره تر څنګ د هدف ترلاسه کولو لپاره د خپل خوي او عادت تشریح او پيژندل مهم دي.
نو له ځانه پوښتنه وکړه چې کوم غوره عادت او خوی به له ماسره ددې هدف په ترلاسه کولو ښه مرسته وکړي؟ باید د کومو خویونو لرونکی اوسم؟
مثلاً که ته غواړې چې راتلونکي کې یو ستر شخص شې، نو هڅه به کوې چې د نورو کارونو ترڅنګ د مطالعې عادت خپل کړې، دا ځان لپاره یو عادت وګرځوې، سهار کې هم ځان عادت کړې چې باید د نورو کارونو ترڅنګ وختي مطالعه هم وکړي او بل هر ممکن وخت کې.
۳- انګیزه مو پیاوړې کړئ
کله مو چې هدفونه وټاکل، بیا مو عادت تشخیص کړ؛ بیا نو ددې لپاره چې د هدف په ترلاسه کولو نوره مرسته هم وشي، هغه دا چې باید خپلې انګیزې ته ډیره توجه وکړې. ستاسې انګیزه هم ددې لامل کیدای شي څو مو نوی عادت ښه ترلاسه او او ورسره عادي یا روږدی شې.
ښه هڅوونکې یا انګیزه د نوي خوي اخیستلو کې د کامیابۍ او ناکامۍ توپير دی، نو په همدې اساس انګیزې لرلو ته مو ډیر پام وکړئ او خپل اهداف ترلاسه کړئ.
دا نوی خوی او عادت به ما ته څه ګټه لري؟ زما ژوند به ورسره څومره پرمختګ ولري؟ دې پوښتنو ته ځواب ورکړئ او مخته لاړ شئ.
۴- له کوچني یا لږ یې پيل کړه
که چیرته داسې نوی خوی او خصلت ترلاسه کوې چې ډیر سخت او غټ وي، لږ لږ یې خپل کړئ، څو په پایله کې ټول ترلاسه شي او د بریالیتوب چانسونه مو زیات شي.
که تاسې د داسې بدلونونو پيل له سترو او جدي ګامونو وکړئ، بیا به سخته وي چې ورته ادامه ورکړی شئ. یعنې عادت په یو ځل نه ترلاسه کیږي، بلکې ورور به یې په ژوند کې عملې کوي، تر دې چې مکمل ورسره اموخته شې.
مثلاً: که ته غواړې د سرو کړو، غوړ لرونکو یا شحمي او خوږو غذاوو خوړل بند کړې، نو مجبوره یې چې دا هر یو په قراره او نوبت سره لږ لږ پریږدې او دا عادت دې ورک کړې، خو که په یو ځل یې وغواړي درته تاوان لري او نه یې شې کولی.
۵- وخت ورکړه
د نوي خوي یا عادت خپلول ممکن اوږد وخت ونیسي. کیدای شي ځیني خلک په لږ وخت مثلاً څو اونیو کې ښه عادت شي یا بل ښه خوي ترلاسه کړي، او ځیني خلک کیدای شي دا کار په څو میاشتو کې وکړي. نو هڅه باید وکړې چې ډیره حوصله ورته ولرې، څو نوی عادت خپل کړې.
۶- ننګونې قبولې کړه
د نویو ښو خویونو یا په ښو عادتونو د ځان روږدي کولو مرحلو کې کیدای شي له ډیرو خنډونو سره مخ شې. نو که له څومره خنډونه سره هم مخکېدې باید پرې کامیابیدو هڅه وکړې او هدف ته ورنیږدو کې مو هڅې ونه دروئ.
همداراز که چېرته موږ د نویو ښو عادتونو ترلاسه کولو په مبارزه کې له غلطیو سره مخ شو یا سهوه شو، پروا نه کوي، دا کومه ناکامي نه ده، بلکې یوه تیروتنه ده.
مثلاً: که چیرته مو په یوه ورځ کې اړین تګ یا کار ونه شو کړای، مایوسه کیږئ مه؛ فقط دا ومنئ چې یوه بده ورځ مو درلوده؛ خو د راتلونکې ورځې لپاره مو خپل کار او یا چیرته ته تګ ته چمتو اوسئ.
د ویکي هاو ویب سایټ لیکنه