حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې به هیله بښوونکي وي؟

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
  • لیکنه: ولمه ځلا

په کابل کې د حکومت د کاري تخنیکي ټیم او د طالبانو د پلاوي ترمنځ له دریو ورځو راهیسي د بندیانو پر خلاصون خبرې رواني دي، خو لا هم هېڅ پرېکړې ته نه دي رسېدلي.
ټاکل شوې وه چې کابل ته د طالب بندیانود خوشې کېدو لپاره به د طالبانو ۱۵ کسییزه پلاوی راشي، خو  د کرونا ناورغۍ له امله د لګېدلو محدویتونو او بندیزونو له امله له دغه پلاوي یوازې درې کسان یې کابل ته رارسېدلی دي.
دوې ورځې وړاندې د طالبانو له خوا د دوی درې کسییزه پلاوی د طالب بندیانو د خوشې په موخه کابل ته راورسېدل، چې د حکومت د کاري تخنیکي ټیم د دغه پلاوي کوربتوب پر غاړه درلود.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وايي چې د دواړو لورو ترمنځ تخنیکی بحثونه وشول او دغه بحثونه ګتور تمام شوي دي.
ده وايي ترڅو چې حکومت او طالبانو ترمنځ تخنیکی بحثونه پای نه وي موندلی، نو د طالب بندیانو د خوشې کېدو لړۍ هم نه پیلېږي.
بل لور ته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې د دواړو لورو ترمنخ د بندیانو پر نوملړ اوتطبیق تخنیکي بحثونه روان دي.
نوموړي په وینا هیله‌مند دي چې دغه بحثونه پای ته ورسېږی او د بندیانو د خوشې کېدو زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل دی چې د طالبانو پلاوی د طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه کابل ته سفر کوي، خو تر دې وړاندې د کابل د سولې د لومړي تماس ګروپ او د طالبانو ترمنځ درې ځلې د ويډیو کنفرانس له لارې خبرې شوي دي.
ټاکل شوې وه چې د طالب بندیانو د خوشې لړۍ به د ولسمشر محمد اشرف د فرمان په بنسټ د مارچ په ۳۱ مه ورځ پیل شي، خو لا هم د دغې لړۍ د پیلېدو خبرې نه شته.
د ولسمشر سلاکار وحید عمر څو ورځې وړاندې ویلی و ځکه یې د طالب بندیانو د خوشې کېدو لړۍ نه پیلوي چې د طالبانو کوم پلاوی لا هم کابل ته نه دی را رسېدلی.
خو ځیني کارپوهان بیا به پر دې باور دي چې د طالب بندیانو د خوشې کېدو سره سم باید د بین الافغانی مذاکراتو لپاره زمینه برابره شي.
دوی وايي که چېرې دغه لړۍ یوازې د حکومت له لوري پیل شي، نو ښې پایلې به ونه لري او طالب بندیان به بېرته د جګرو لیکو ته لاړ شي.
دا په داسې حال کې د حکومت لخوا د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو په موخه ۲۱ کسییزه پلاوي نوملړ اعلان شو، خو لا هم د طالبانو له لوري کوم پلاوی نه دی معرفی شوی.