خبریال: فضل الله فضلي
په تېرو ۲۴ ساعتونو کي په هرات کي ۴۱ (۱۷ ښځي او ۲۴ نارینه)، کابل کي ۹، دوې پکتیا او یوه – یوه په کندهار، بغلان او ډایکنډي کي ثبت سوي، چي ټولي پېښي ۵۵ نوي پېښي کيږي.
لدې سره په هیواد کي په کرونا د اخته کسانو شمېر ۲۵۸ تنو ته پورته سو.
له دې جملې یې ۴ تنه مړه سوي او ۱۰ نور ځیني روغ سوي دي.
تر اوسه تر ټولو ډېري پېښي په هرات کي ۱۸۴، کابل کي ۲۱، فراه کي ۶، نیمروز او کندهار کي ۴-۴ او پاته ۱۴ ولایتونو کي له یوې څخه تر درو پوري پېښي ثبت سوي دي.
بلخوا له جرمني او روسيې وروسته اسټرالیا اعلان وکړ، چي د کرونا واکسین یې جوړ کړئ او ازمايي يې.
د اسټراليا د ساينس ملي اداره وايي:
د کرونا ضد واکسين ازمايښت يې پر حيواناتو پيل کړئ دئ او دې چاري ته د روغتيا نړيوال سازمان اجازه ورکړې ده.
اوس مهال په نړۍ کي په کرونا ویروس د اخته سوو کسانو شمېر څه کم یو میلیون ته رسیږي او په اخته کسان له اوو لکو څخه ډېر دي.
دې ویروس تراوسه تر نیم لکو پوري خلګ مړه کړي او له ۲ لکو څخه ډېر ځیني رغېدلي دي.
نن په نړۍ (تراوسه) له ۲۶ زرو څخه ډېري نوي پېښي ثبت سوي او تر ۲ زرو پوري کسان مړه سوي دي.
اوسمهال په امریکا کي ۲۱۵۳۹۵ اخته سوي او ۵۱۱۳ مړي، ایټالیا کي تر ټولو ډېر مړي ۱۳۱۵۵ او اخته سوي ۱۱۰۵۷۴، هسپانیا کي ۱۱۰۲۳۸ اخته سوي او ۱۰۰۰۳ مړي، چين کي ۸۲۴۳۱ اخته سوي او ۳۳۱۸ مړي، ایران کي ۵۰۴۶۸ اخته سوي او ۳۱۶۰ مړي، فرانسه کي ۵۶۹۸۹ اخته سوي او ۴۰۳۲ مړه سوي او انګلینډ کي ۳۳۷۱۸ اخته سوي ۲۹۲۱ مړه سوي دي.