د فیلیپین ولسمشر رودریګو دوترته خپلو ځواکونو ته امر کړی، هغه کسان په ډزو وولي، چي د قرنطین په دې شپو او ورځو کي لاریونونه کوي او د قرنطین اُصولو ته پام نه کوي.
د فیلیپين ولسمشر وروسته له هغه دا ګام اخلي، چي د دې هیواد لسګونه غریبو اوسېدونکو د فیلیپين په کیسون سیټي ښار کي لاریونونه وکړه او له حکومت څخه ئې د خوراکي توکو غوښتنه وکړه.
رودریګو پرون چهارشنبه په یوه ویډيويي پيغام کي له خپلو خلګو وغوښتل، چي د کرونا ویروس څخه د مخنیوي لپاره د قرنطین اُصول په پام کي ونیسي او له دولت سره همکاري وکړي.
رودریګو زیاته کړه:
((که چیري خلګ ګډوډ حالت رامنځ ته کړي، نو زما پولیسو ته امر دئ، چي هغه خلګ په ډزو وولي.))
هاخوا بیا د فیلیپین هیواد د ملي پولیسو رئیس آرچي ګامبوا وايي، چي پولیس به د قانون له مخي هیڅوک په قتل ونه رسوي.
هغه زیاته کړه، چي ولسمشر ئې په دې برخه کي مبالغه کړې.
تر دې دمه په فیلیپین هیواد کي ۲۳۰۰ کسان په کرونا ویروس اخته سوي، چي له ډلي ئې ۹۶ ته مړه سوي.