ځوانان؛ له طالبانو سره په مذاکراتي ټيم کي تر ټولو ځوان خالد نور دئ!

سپینه تجريدي ډیزاین

څو ورځي وړاندي افغان حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره خپل ۲۱ کسیزه ټیم اعلان کړ، چي په یاد ټيم کي ۲۵ کلن خالد نور هم شامل دئ او ښاغلی نور په یاد مذاکراتي ټيم کي تر ټولو ځوان کس شمېرل کیږي.
خالد نور د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور زوی دئ، چي د ۱۹۹۵م د مارچ په ۵مه نېټه په بلخ ولایت کي زېږېدلی او اوس د ۲۵ کلنو دئ.

له طالبانو سره د خبرو لپاره افغان حکومت د خالد نور په ګډون دغه ټیم اعلان کړ.
۱ـ معصوم ستانکزی، د پلاوي په رأس کي
۲ـ فاطمه ګیلاني
۳ـ نادر نادري
۴ـ عبدالمتین بیک
۵ـ فوزیه کوفي
۶ـ ضرار احمد مقبل
۷ـ عبدالهادي ارغندیوال
۸ـ محمد رسول طالب
۹ـ حبیبه سرابي
۱۰ـ ډاکټر غیرت بهیر
۱۱ـ محمد حفیظ منصور
۱۲ـ غلام فاروق مجروح
۱۳ـ مولوی عنایت الله بلیغ
۱۴ـ باتور دوستم
۱۵ـ کلیم الله نقیبي
۱۶ـ محمد ناطقي
۱۷ـ جنرال ایوب انصاري
۱۸ـ شهلا فرید
۱۹ـ شریفه زرمتي
۲۰ـ خالد نور
۲۱ـ ډاکټر امین احمدي
د امریکا په ګډون د یاد لیست څخه په هیواد کي دننه او بهر هرکلی وسو.
هاخوا بیا ډیر افغان سیاسین پر افغان حکومت نیوکه کوي، چي په دې یوه لویه پروسه کي ئې د کم عمر درلودونکو کسانو ته ځای ورکړی.
د راوپورونو له مخي د افغانستان ۶۳ سلنه ځوانان دي، نو په همدې موخه ډیری نړیوال سازمانونه په دې باور دي، چي افغانستان یو له هغه هیوادونو څخه دئ، چي په خپل تکشیل کي ئې ځوانانو ته ونډه ورکړې.
په همدې موخه له طالبانو سره په خبرو کي د خالد نور شاملېدل دا روښانه کوي، چي د ځوانانو په برخه کي به هم مهم موضوعات یو له بل سره تبادله سي.

 
 
 
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.