خبريال: مدثر دعوت
د هندوستان مشهور سندرغاړي عدنان سميع د افغانانو څخه غوښتي دي چي د کرونا ويروس څخه ځان وساتي او خپلي روغتيا ته پام وکړي.
عدنان سميع چي په نوروز کي يې په پښتو او دري سندري وويلې ، پښتو ” بيا بيا ياديږي” سندره يې د ډيرو کسانو خوښه سوه او د عدنان نوښت يې فوق العاده ياد کړ.
عدنان سميع له رسنيو سره په مرکو کي د افغانانو د ميني څخه متاثره ښکاريدی او خپل د سندري ويلو څخه خوښ بريښيدی.
د پښتو او دري سندري تر ويلو وروسته نن يوځل بيا عدنان سميع په پښتو ژبه ټويټ کړی او ليکلي يې دي چي پدې سخت وخت کي ځانونه وساتئ او د کرونا ويروس په خاطر په کورونو کي پاته سئ.
عدنان سميع ليکي:
((زما ګرانو عزیزانو ، د “کورونویرس” په دې سخت وخت کې مهرباني وکړئ خوندي وساتئ او مهرباني وکړئ په کور کې پاتې شئ … زه تاسو ټولو سره مینه لرم !!))
د عدنان سميع دې ټويټ ته ډيريو کسانو مثبت نظرونه ليکلي او د نوموړي څخه يې مننه هم کړيده.
همدارنګه نوموړي په دري ژبه هم دې ته ورته ټويټ کړی او خلکو ته يې د کرونا ويروس څخه د ځان ساتني سپارښتنه کړې.