د افغان حکومت او د طالبانو درې کسییزه پلاوي ترمنځ خبرې روانې دي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
  • لیکنه: ولمه ځلا

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې نن هم د حکومت  کاري تخنیکي ټیم او طالبانو درې کسییزه پلاوي ترمنځ د طالب بندیانو پر خوشې کېدو خبرې روانې دي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وايي د افغانستان تخنینکي کاري ټیم پرون د وري په ۱۲ مه کابل د طالبانو د درې کسییزه ټیم کوربه و، چې نن هم د دوی ترمنځ د طالب بندیانو پر خوشې کېدو خبرې روانې دي.
د نوموړي په وینا د حکومت د تخنیکي کاري ټیم او طالبانو د درې کسییزه پلاوي ترمنځ پرونۍ ناسته کې د سره صلیب استازو هم ګډون درلود.
دغه راز د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د طالبانو درې کسییزه پلاوی د کابل له ادارې سره د بندیانو د خلاصون په اړه د تصدیق او تثبیت چارې پر مخ وړي.
ده لیکلي چې د یاد هیت کوربتوب چارې د قطر هېواد سفارت ترسره کوي او تر څنګ یې سره صلیب د نور چارو په موخه په دې غونډه کې برخه لري.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو دغه درې کسییزه پلاوی پرون کابل ته راورسید.
مجاهد په خپل ټوېټر لیکلي وو چې دغه درې کسییزه پلاوی به د طالب بندیانو د خلاصون څارنه کوي او په تخنیکي برخه کې به د اړتیا سره سم اقدامات کوي.
تر دې وړاندې طالبانو ویلي وو چې د دوی پنځلس کسییزه پلاوي به د سره صلیب په مرسته د طالب بندیانو د خوشې کېدو به موخه کابل ته راستانه شي.
خو مجاهد بیا رسنیو ته ویلي چې دغه پلاوی د کرونا ناورغۍ د مخینوي په موخه د لګېدلو محدیتونو له امله یوازې درې کسان کابل ته راشي.
ټاکل شوې وه چې د طالب بندیانو د خوشې کېدو لړۍ د مارچ میاشتې په ۳۱ مه نېټه پیل شي، خو حکومت بیا وايي ځکه یې دغه لړۍ نه وه پیل کړې چې د طالبانو پلاوی کابل ته نه و راغلی.
تر دې وړاندې هم د افغان حکومت د لومړي تماس ګروپ درې ځلې د ویډیوکنفرانس له لارې د طالب بندیانو د خوشې په خاطر خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشې مرستیالې ځانګړې استازې انګرېډ هېډن هم  نن د وري په ۱۳ مه له طالبانو غوښتي چې په رښتني ډول دې د بین الافغاني مذاکراتو له لپاره چمتو او خبرې دې پیل کړي.
همدا راز هېډن د طالبان لخوا پر افغان سرټېرو وروستي بریدونه غندلي او له دوی یې غوښتي چې اوربند اعلان کړي.