سعودي: مسلمانان دي سږ کال د حج لپاره چمتوالی نه نيسي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

خبریال: فضل الله فضلي
سږ کال د حج د فریضې د اداء کولو لپاره سعودي عربستان مسلمانانو ته اجازه نه ورکوي.
د سعودي عربستان د حج وزیر ويلي چي د کرونا ویروس له خطره دي د نړۍ مسلمانان سږ کال حج ته د فریضې د ادایني لپاره چمتوالی وځنډوي.
یوې عربي رسنۍ تېره ورځ د حج د وزیر په حواله پر ټویټر لیکلي:

موږ د نړۍ د ټولو مسلمانانو څخه غوښتنه کوو، چي د حج د فریضې د اداء کولو لپاره دي تم سي.

دا خبر د نړۍ مسلمانانو ته په داسي مهال کي ورکول کیږي، چي لوی اختر او د حج د فریضې د ادایني لپاره تر څلورو میاشتو پوري وخت پاته دئ.
له تېرو دوو اونیو راهسي پر مکه مکرمه (بیت الله شریفي) د عمره کوونکو طواف د کرونا ویروس له امله بند سوئ دئ.
King Salman orders to open 'Mataf' for non-Umrah performers ...
د سعودي حکومت دا احتیاطي تدابیر د کرونا ویروس څخه د سعودي عرب او هلته د ورتلونکو مسلمانانو څخه د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف ترسره کوي.
ددې ترڅنګ پدې هیواد کي ټول مشروع او نامشروع عامه ځایونه بند سوي دي.
په عربستان کي تراوسه کرونا ویروس له ۱۵۶۳ اخته کسانو څخه لس تنه وژلي او ۱۶۵ تنه ځیني روغ سوي دي.