ایا طالبان به په خپل مرکچي پلاوي کې ښځو ته ګډون ورکړي؟

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

یوناما په داسې حال کې له طالبانو غوښتي چې بین الافغاني مذاکراتو کې ښځو ته ګډون ورکړي چې د طالبانو درې کسییزه پلاوی د طالب بندیانو د خوشې کېدو په موخه کابل ته رارسیدلي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشې مرستیالې ځانګړې استازې انګرېډ هېډن له کابل څخه د ملي امنیت شوراغونډې ته د یو ویډیو کنفرانس له لارې وویل چې طالبان دې خپل مرکچي پلاوي کې ښځو ته ګډون ورکړي.
هېډن د افغانستان  لپاره د ملي امنیت شورا غونډې ته ویلي طالبان دې دغه کار د خپل بدلون د ثابتولو په موخه وکړي.
دې زیاته کړې چې نړیواله ټولنه د افغان سیاسیونو تر منځ د اختلافاتو له امله اندېښمنه ده او د امریکا یو میلیارد ډالر مرستې کمېدل به هم د افغانستان اقتصادي حالت اغېزمن کړي.
هېډن پر افغان سیاسیونو هم غږ کړی دی چې د بین الافغاني مذاکراتو او د کرونا سره د مخنیوی په موخه باید خپلمنځي اختلافات ختم کړي.
خو نوموړې پر طالبانو هم غږ کړی دی چې په رښتني ډول سره دې د سولې خبرو ته کیني او مذاکرات دې پیل کړي.
هېدن د افغان حکومت له لوری د بین الافغاني مذاکراتو  لپاره د پلاوي د اعلانېدو او د طالب بندیانو د خوشې کېدو هر کلی وکړ او دا یې یو اړین ګام بللی دی.
هېډن د طالبانو لخوا پر افغان امنیتي ځواکونو ورورستي بریدونه غندلي او د اوربند دې کمېدو غوښتنه یې کړې ده.
د یادونې وړ ده چې د فبرودي په ۱۸ مه وروسته تر هغه چې ټاکنو کمیسیون ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ د سیاسیونو تر منځ اختلافات رامنځته شول.

د ملګرو ملتونو د ملي امنیت شوراغونډې ویډیو کنفرانس

د مارچ په نهمه کله چې ولسمشر محمد اشرف غني لوړې وکړه نو تر څنګ یې پخواني اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم د لوړې مراسم ترسره کړل.
د یادو سیاسیونو تر منځ د اختلافانو د له منځه وړولو په موخه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د سولې لپاره د امریکا ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد تر هڅو وروسته هم یاد اختلافاتو ته لاره نه ده هواره شوې.
افغانستان ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تر وروستی سفر د اختلافاتو د له منځه وړلو وروسته پر افغانستان د امریکا یو میلیارد ډالر مرسته هم بندې شوې.
خو ولسمشر محمد اشرف د امریکا له لوري د یادو مرستو د کمېدلو په اړه ویلي و چې د حکومت پر اساسي برخو به اغېز و نه کړي او هڅه به وکړي چې له نورو لارو دغه تشه ډکه کړي.
هغه دا هم وویل چې امریکا دا مرستې کمې کړې نه دي، بلکې مشروطې کړې یې دي او افغان حکومت به هڅه وکړي چې د خبرو له لارې د امریکایي حکومت قناعت ترلاسه کړي.