د هیواد د عامي روغتیا وزارت خبر ورکوي، چي هرات ولایت کي د کرونا ویروس له امله یوه ۷۰ کلن سړي خپل ژوند دلاسه ورکړ، چي په دې سره په افغانستان کي د دې ناروغۍ له امله د مړو شمېر ۴ ته ورسېد.
د معلوماتو له مخي چي دې زوړ سړي تر دې مخکي د شکري او زړه ناروغي هم درلوده.
په دې سره هیواد کي د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۴ ته ورسېد، چي درې په هرات او یوه مړینه بیا په بلخ کي وه.
د هیواد د عامي روغتیا وزارت وايي، چي په تیرو ۲۴ ساعتونو کي د هرات او کابل په لابراتوارونو کي د ۱۸۵ مشکوکو پيښو تر معایناتو وروسته ۲۲ هغه یې مثبتي او پاته منفي وختلې.
په تازه ۲۲ ثبت سوو مثبتو پيښو کي ۱۲ په هرات، ۶ کابل، یوه یوه غزني، بغلان، فراه او پکتیکا کي ده.
هغه ولایتونه، چي پکښي د کرونا ویروس مثبتي پيښي ثبت سوي.
هرات کي ۱۴۳
کابل کي ۱۶ (د ۴ قاطع ملاتړ ماموریت د ځواکونو په ګډون)
فراه کي ۶
سمنګان کي ۴
نیمروز کي ۵
لوګر کي ۳
بلخ کي ۳
کندهار کي ۳
زابل کي ۲
دایکندي ۲
غزني کي ۲
بدخشان کي ۱
ننګرهار کي ۱
کاپيسا کي ۱
بادغیس کي ۱
سرپل کي ۱
بغلان کي ۱
پکتیکا کي ۱
بلخوا بیا په ټوله نړۍ کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۸۵۸۶۶۹ ته رسېدلی دی.
د وروستیو شمېرو له مخې د کرونا له امله د مړو سوو کسانو شمېر بیا ۴۲۱۵۱ دی.
همدا راز تر دې دمه ۱۷۸۰۹۹ کسان بېرته رغېدلي دي.
امریکا بیا هم د اخته کسانو له اړخه د لېست په سر کې ده او تر دې دمه ۱۸۸۵۳۰ مثبتې پېښې په دغه هېواد کې ثبت شوې دي. همدا راز ۳۸۸۹ کسه یې په دغه هېواد کې مړه کړي هم دي.
ایټالیا بیا د کرونا له امله د مړینې تر ټولو لوړه شمېره لري. په دغه هېواد کې تر اوسه ۱۲۴۲۸ کسه مړه شوي او ۱۰۵۷۹۲کسه نور پر دې ویروس اخته شوي دي.
په فرانسه کې ۹۵۹۲۳، په چین کې ۸۱۵۱۸، په جرمني کې ۷۱۸۰۸، په فرانسه کې ۵۲۱۲۸، په ایران کې ۴۴۶۰۵، په برېتانیا کې ۲۵۱۵۰، په ترکیه کې ۱۳۵۳۱، په پاکستان کې ۱۹۳۸، په سعودي عربستان کې ۱۵۶۳ کسه په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.