نړۍ او کرونا؛ د روغتیا نړیوال سازمان وايي بې غوري مه کوئ

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

خبریال: فضل الله فضلي
د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO وايي:

 د کرونا وبا پر وړاندي بې غوري مه کوئ.

نوموړي سازمان په خاص ډول آسیايي هیوادونو ته ويلي دي، ځکه په جنوبي کوریا، هانکانګ او چاپان کي کرونا ویروس بیا راښکاره سوئ دئ.
کرونا ویروس اوسمهال د نړۍ په ۱۷۹ هیوادونو او مختلفو سیمو کي خپور سوئ دئ.

په نړۍ کي د کرونا ویروس وروستي جزیات:

ټول تائید سوي پېښي: ۸۱۸۶۵۰
روغ سوي کسان: ۱۷۳۲۰۹
ټول مړي: ۳۹۷۳۳
اوس مهال په اخته کسان یا فعالي قضیې: ۶۰۵۷۱۰
تړل سوي قضیې: ۲۱۲۹۹۳
د هیوادونو په سطحه ډېر مړي: ایټالیا ۱۱۵۹۱
د هیوادونو په سطحه ډېر خپور سوی: امریکا ۱۷۴۶۸۴
د هیوادونو په سطحه ډېر روغ سوي: چين ۷۶۰۵۲
د هیوادونو په سطحه اوس مهال ډېر په اخته: امریکا ۱۶۵۰۷۴

هیوادونه او د کرونا پېښي او شمېر:

۱- امریکا: ۱۷۴۶۸۴     مړي: ۳۴۰۰     روغ سوي: ۶۲۱۰
۲- ایټالیا: ۱۰۱۷۳۹      مړي: ۱۱۵۹۱     روغ سوي: ۱۴۶۲۰
۳- هسپانیا: ۹۴۴۱۷     مړي:  ۸۲۶۹      روغ سوي: ۱۹۲۵۹
۴- چین:  ۸۱۵۱۸      مړي: ۳۳۰۵       روغ سوي: ۷۶۰۵۲
۵- جرمنی: ۸۶۱۸۰     مړي: ۶۸۲      روغ سوي: ۱۵۸۴۲
۶- ایران: ۴۴۶۰۵      مړي: ۲۸۹۸     روغ سوي: ۱۴۶۵۶
۷- فرانسه: ۴۴۵۵۰     مړي: ۳۰۲۴      روغ سوي: ۷۹۲۷
۸- انګلینډ: ۲۵۱۵۰     مړي: ۱۷۸۹      روغ سوي: ۱۳۵
۹- سویزرلینډ: ۱۶۱۸۶     مړي: ۳۹۵     روغ سوي: ۱۸۲۳
۱۰- بلجیم: ۱۲۷۷۵     مړي: ۷۰۵     روغ سوي: ۱۶۹۶
۱۱- ترکیه: ۱۰۸۲۷     مړي: ۱۶۸     روغ سوي: ۱۶۲
۱۲- جنوبي کوریا: ۹۷۸۶     مړي: ۱۶۲      روغ سوي: ۵۴۰۸
۱۳- کاناډا: ۷۴۷۴     مړي: ۹۲     روغ سوي: ۱۱۱۴
۱۴- اسرائیل: ۴۸۳۱     مړي: ۱۷     روغ سوي: ۱۶۳
۱۵- اسټرالیا: ۴۵۶۱     مړي: ۱۹     روغ سوي: ۳۳۷
۱۶- روسیه: ۲۳۳۷ مړي:  ۱۷     روغ سوي: ۱۲۱
۱۷- چاپان: ۱۹۵۳     مړي: ۵۶     روغ سوي: ۴۲۴
۱۸- پاکستان: ۱۹۱۴     مړي: ۲۶      روغ سوي: ۷۶
۱۹- هند: ۱۲۵۱      مړي: ۳۲     روغ سوي: ۱۰۲
۲۰- عربستان: ۱۵۶۳     مړي: ۱۰     روغ سوي: ۱۶۵
اوس مهال تر ټولو ډېر په ویروس ککړ هیواد امریکا ده.
بلخوا په ایټالیا کي هر ورځ تر ۱۶۰۰ ډېري نوي قضيې ثبتیږي، چي دا شمېره د مخکي په پرتله کښته سوې ده.
په یاد هیواد کي تر ټولو ډېر ډاکټران په اخته دي.
بل طرف ته په چین کي سوداګري بیا پر شروع کېدو ده.
هلته ورځ په ورځ شرکتونه، فابریکې او دوکانونه بیاځلي پرانیستل کيږي او کاروبار پیل سوئ دئ.
دلته په افغانستان کي د کرونا ویروس پېښي ۱۷۴ ته رسېدلي دي.

پدې هیواد کي کرونا ویروس ۴ کسه مړه کړي او ۶ تنه بیا ځیني رغېدلي، چي یو تن نن په کندهار کي روغ سوئ دئ.
تر ټولو ډېر په اخته کسان په لوېديځ ولایت هرات کي دي، چي شمېر یې تر سلو اوښتئ دئ.