خبریال: فضل الله فضلي
وړمه ورځ نړۍ د کرونا ویروس نوي پېښي تر ۴۱ زره او پرون یې تر ۶۱ زره ډېري پېښي لرلې، خو د نن نوي پېښي څو برابره لږ دي.
نن؛ تراوسه په نړۍ کي تر ۲۲ زره ډېري نوي پېښي ثبت سوي، چي د تېرو دوو ورځو په پرتله ډېري کمي پېښي دي.
د نویو شمېرو په کمښت سره د مړو شمېر نه دئ کم سوئ او نن نړۍ ۱۳۲۷ مړي ورکړي دي، چي ډېر یې په ایران، هسپانیا، فرانسيې او ایټالیا کي دي.
د نن ډېري پېښي په ایټالیا، ایران، هسپانیا او فرانسه کي ثبت سوي دي، خو په امریکا کي د نویو پېښو کموالی بېساری دئ.
امریکا تېري دوې ورځي تر ۴۰ زره ډېري پېښي لرلې، خو نن په دې هیواد کي تر یو زرو پوري نوي پېښي ثبت سوي دي.
په نړۍ کي اوسمهال تر ۵ لکه ډېر خلګ په ویروس اخته دي او تداوي یې روانه ده.
د نړۍ په سطحه په کرونا د اخته کسانو شمېر تر ۶۸۵ زرو تنو ډېر سو، چي پدې کي ۱۴۶۴۰۰ تنه رغېدلي او ۳۲۱۸۴ تنه مړه سوي دي.
تراوسه د کرونا ویروس چین، امریکا، هسپانیا، ایټالیا، ایران، فرانسه، جنوبي کوریا، جرمنی، انګلینډ او یو شمېر نور اروپايي هیوادونه سخت ځپلي دي.
په همدې اساس پرته له امریکا په نورو ټولو هغو هیوادونو کي چي کرونا ځپلي، سخت بندیزونه هم روان دي.
دا ډول بندیزونه د اسلام پر مقدس ځای مکه مکرمه او مدینه منوره باندي هم لګېدلي دي.
له اونۍ څخه ډېر وخت کيږي، چي په مکه مکره کي د عمره کوونکو طواف بند سوئ دئ.
ددې ترڅنګ د عربستان په ډېرو سیمو کي ګرځبندیزونه روان دي.
پدې هیواد کي په کرونا ۱۲۹۹ تنه اخته سوي او ۸ تنه مړه سوي دي.
په ورته وخت کي نن روسيې هم په لویو ښارونو کي ګرځبندیزونه اعلان کړل.
ولس يې پدې بندیزونو ځکه ناخوښه دئ، چي هلته د ویروس شمېر ډېر نه دئ او ګرځبندیزونه پیل سوه.
هلته تراوسه ۱۵۳۴ پېښي ثبت سوي او ۸ تنه یې مړه سوي دي.
د کرونا ویروس په رامنځ ته سوي هیواد چین کي بیا بندیزونه پر کمېدو دي.
هلته حکومت ویلي چي په هوبي کي ترانسپورټ پیل سوی او اوهان کي خلګو ته اجازه لا نسته چي له دې ولایته ووځي، خو دې ولایت ته خلګ ور پرېښودل کیږي.
نن د پیسو نړیوال صندوق ویلي چي کرونا ویروس نړۍ د اقتصادي بحران پر لور روانه کړې ده.
همداراز نن د امریکا د څو آیالتونو والیانو د ولسمشر هغه خبره غندلې، چي د واشنټن او نیویارک د قرنطین په اړه یې کړې وه.
والیانو ویلي چي په قرنطین سره به امریکا او متحدین یې ستر اقتصادي زیانونه وویني.