د افغان دولت مرکچي پلاوی، طالبانو رد کړی او امریکا ستایلی

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په داسې حال کې د افغان مرکچي پلاوی هرکلی کوي چې طالبانو دغه مرکچي پلاوی نه مني.
پامپیو له ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجراييه رییس څخه یې د بین الافغاني مذاکراتو مرکچي پلاوي په چمتو کولو او طالبانو د خوشې کولو په پار مننه کړې ده.
دغه راز د افغان سولې لپاره امریکايي استازي زلمي خلیلزاد هم په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې افغان حکومت د بین الافغاني مذاکراتو لپاره یو ټولشموله ډله جوړه کړې ده.
ده زیاته کړې: ((دغه اجماع، یوه با مفهومه ګام دی چې خواوې د بین افغاني مذاکراتو لور ته نږدي کوي.))
همدا راز بیا د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري په خپل ټوېټر پاڼې لیکي دي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکی پلاوی د ټولنې له مطرح او اغېزناکو پاړکو سره, تر پراخو سلا مشورو وروسته ټاکل شوی دی او د خلکو ونډه او د پلاوي ټول‌شمولوالی له افغان دولت سره تړاو لري نه له طالبانو سره.
د نوموړې په وینا چې له طالبانو سره په دغو مذاکراتو کې یوازې د افغانستان اسلامي جمهوریت مخ دی.
هغې زیاته کړې د طالبانو جګړه له دولت سره ده او دا پلاوی دولت تنظیم او اعلان کړی دی، د مذاکرې د مقابل لوري په چارو کې مداخله غير اصولي او له تمې لرې ده.
خوبل لور ته د طالبانو د ویاند لخوا رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرکچي پلاوي کې یوازې یو لوری په نظر کې نیول شوی دی باید نورو ښکېلو خواوو ته هم ځای ورکړل شي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان حکومت لخوا د یاد پلاوي اعلانېدل د دوی او امریکا تر منځ د هوکړې خلاف دی.
د افغان حکومت لخوا د وري په اوومه ۲۱ کسییزه پلاوی چې مشري یې د څارګرې ادارې، ملي امنیت، مخکنی مشر معصوم ستانکزی کوي اعلان شو.
په دغه پلاوي کې پینځه مېرمنو په ګدون د یو شمېر سیاسي مشرانو لکه د عبدالرشيد دوستم ، د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور او مطلب بېک زامن شامل دي.
په پلاوي کې معصوم ستانکزی، فاطمه ګيلاني، نادر نادري، عبدالمتين بيک، فوزيه کوفي، ضرار احمد مقبل، عبدالهادي ارغندیوال، محمد رسول طالب، حبیبه سرابي، غیرت بهیر، حفیظ منصور، غلام فاروق مجروح، مولوي عنایت الله بلیغ، باتور دوستم، کلیم الله نقیبي، محمد ناطقي، جنرال ایوب انصاري، شهلا فرید، شریفه زرمتۍ، خالد نور، ډاکټر امین احمدي شامل دي.
د ولسمشر سلاکار وحید عمر پر طالبانو غږ وکړ چې اوس یې وخت رارسېدلی، تر څو د بین الافغاني مذاکراتو لپاره خپل پلاوی معرفي کړي.
وحید عمر وویل چې اوس دې طالبان بهانې بندې کړي او د مستقیمو خبرو لپاره دې باید خپل مرکچي پلاوی اعلان کړي.
دی وايي چې د افغان حکومت لخوا اعلان شوی پلاوی له ډېرو سلامشورو او غور وروسته ټاکلی شوی دی چې د یو متحد افغانستان استازیتوب به کوي.
عمر په وینا د افغان حکومت لخوا یو باصلاحیت پلاوی اعلان شوی دی نو طالبان دې هم یو باصلاحیته پلاوی اعلان کړي.
ده زیاته کړه هر کله چې د طالبانو له لوري پلاوی اعلان شي نو حکومت هم د مخامخ خبرو لپاره چمتو دی.
که څه هم ټاکل شوې وه چې د وري په اتمه د طالبانو یو ۱۵ کسییزه پلاوی د طالب یندیانو د خوشې دو په موخه بګرام ته راشي خو لا هم تر نا معلومې نېټې ځنډلې دی.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وايي چې د ځينو ستونزو له امله د دغه پلاوي راتګ ځنډېدلی دی.
د نوموړي په وینا هغه مراحل چې د طالبانو او حکومت تر منځ باید ددې پلاوي تر راتګ مخکې بشپړ شي لا هم پرې خبرې نه دي شوي.
ده وویل چې طالبان اوس هم تاوتریخوالي څخه کار اخلي او اوربند نه اعلانوي.