د بین الافغان خبرو لپاره د افغان حکومت پلاوی او هرکلی یې؛ ایا طالبان یې د رد حق لري؟

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
  • لیکنه: غازي عابد

له یو څه ځنډ او نیوکو وروسته د افغانستان اسلامي جمهوریت بلاخره له طالبانو سره د سولې د افغانانو ترمنځ خبرو لپاره ۲۱ کسیزه پلاوی اعلان کړ.
دې پلاوي کې څوک دي؟
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر معصوم ستانکزی چې ددې پلاوي مشري کوي او فاطمه ګیلاني، نادر نادري، عبدالمتین بیک، فوزیه کوفي، ضرار احمد مقبل، عبدالهادي ارغندیوال، محمد رسول طالب، حبیبه سرابي، ډاکټر غیرت بهیر، محمد حفیظ منصور، غلام فاروق مجروح، مولوي عنایت الله بلیغ، باتور دوستم، کلیم الله نقیبي، محمد ناطقي، جنرال ایوب انصاري، شهلا فرید، شریفه زرمتۍ، خالد نور او ډاکټر امین احمدي په کې شامل دي.
پر پلاوي نیوکې
د پلاوي له اعلان سره سم یو شمیر خلکو پر دغه پلاوي نیوکې کړي او دا یې د خبرو کولو لپاره ناتوانه بللی دی. خلک نیوکي کوي چې اکثره داسې خلک په کې دي چې دلیل او منطق نه لري. خلک انتقاد کوي چې دې پلاوي کې یوازې د مشرانو او ډلو د خوشحالولو لپاره د هغوی زامنو او کسانو ته ځای ورکړل شوی دی.
لکه د عطا محمد نور زوی خالد نور، ملا نقیب الله زوی کلیم الله نور او د مطلب بیک زوی متین بیک، د جنرال دوستم زوی باتور دوستم او همداسې نورې نیوکې هم پرې شوي.
د خلکو دا انتقاد هم پرځای دی چې په افغانستان کې وړ او پوه خلک شته چې کولی شي په ډیر ښه ډول سره قناعت بخښونکی دلایل ووايي او په رښتیني ډول د افغانانو له ګټو دفاع وکړي، لکه پورته چې یاد شول، دا څلور زامن یا امثالهم به څنګه د افغانسان له نظام دفاع وکړي، څنګه به وکړای شي چې مخالف جهت قانع کړي او څنګه به خپل دلایل بیان وکړای شي.
د پلاویو ځینو غړو ان رسنیو ته ویلي، چې دوی خبره هم نه دي خو پلاوي کې شامل کړای شوي دي. ترڅنګ د پخواني اجرایه ریاست مشر عبدالله عبدالله یوه ویاند ویلي چې ټیم ټولیز نه دی او نیوکې یې پرې کړې.
په عین حال کې یو شمیر خلکو بیا پلاوی ښه بللی او ویلي یې دي چې دا پلاوی هیڅ تصمیم نه شي نیولی، بلکې اصلي تصمیم به کابل کې نیول کیږي، خو یوازې به مذاکرات پرمخ وړي. په دې پلاوي کې د نادري نادري، متین بیګ، خپله د پلاوي مشر مصعوم ستانکزی او یو شمیر نور هغه کسان دي چې په نظام کې پاتې شوي او پر هر څه اګاه بلل کیږي.
دا چې ولسمشر غني څو ځل ویلي چې وروستی تصمیم به کابل کې نیول کیږي، نو هغه ته په کتو سره د پلاوي مسله ډیره مهمه نه ښکاري، یوازې د پیغام رسولو دنده او مقید بحث کولی شي.
ترڅنګ د افغانستان غوندې په یوه هیواد کې د یوه ټولشموله ډلې ټاکل سخت دي، ځکه حتماً باید ټولو لورو ته سهم ورکړل شي، چې هغوی هم د سهم پر اساس باندې همدا خلک پلاوي ته معرفي کړي دي. ځکه لکه جنرال دوستم، عطا نور او همداسې نور که هر څومره سهم او وخت ورکړې، چې خپل زوی یا نیږدې کس یې وي، بل هیڅ عالم او پوه سړی به له خپله اړخه ورمعرفي نه کړي. نو دې پورته دلایلو ته په کتو دا پلاوی یو مجبوریت دی، خو تر ډیره بد نه دی.
د طالبانو نیوکه
بل پلو وسله والو طالبانو هم د افغان حکومت اعلان شوی پلاوی د امریکا او دوی ترمنځ د شوې هوکړې خلاف بللی او ورسره یې مخالفت کړی دی.
طالبانو ویلي چې د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت یوازې دې خبرو کې د ډلې په توګه ګډون کولی شي او داسې ډله باید جوړه شي چې د ټولو لورو استازولی کولی شي.

دا د مسکو د ناستې انځور دی چې افغان سیاسون له طالبانو سره یوځای راټول شوي ول

له بله پلوه؛ د افغانستان د سولې وزارت د طالبانو یادې څرګندونې رد کړي دي. هغوی ویلي دوی خبرې د افغانستان د ملت په استازولۍ کوي او طالبان حق نه لري چې د افغان حکومت په چارو کې نظر ورکړي.
د یاد وزارت ویاندې ناجیه انوري په خپل ټویټر لیکلي:

« له طالبانو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره‌کوونکي پلاوي له پوره غور او د ټولنې له ټولو اړخونو او پاړکو سره تر اړینو سلامشورو وروسته ټاکل شوی چې په خبرو اترو کې د هېواد له لوړو ګټو، د افغانانو له ګډو ارزښتونو او د افغانستان د اصولي موقف متحد استازیتوب وکړي.»

اغلې انوري زیاته کړې؛ د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره​​​کوونکی پلاوی د ټولنې له مطرح او اغېزناکو پاړکو سره, تر پراخو سلا مشورو وروسته ټاکل شوی دی او د خلکو ونډه او د پلاوي ټول‌شمول​والی له افغان دولت سره تړاو لري نه له طالبانو سره.
هغې وړاندې لیکلي:

« له طالبانو سره په دغو مذاکراتو کې یوازې د افغانستان اسلامي جمهوریت مخ دی. د طالبانو جګړه له دولت سره ده او دا پلاوی دولت تنظیم او اعلان کړی دی. د مذاکرې د مقابل لوري په چارو کې مداخله غير اصولي او له تمې لرې ده.»

ددې ترڅنګ یو شمیر عامو افغانانو هم د طالبانو د مخالفت په مقابل کې مخالفت ښودلی. هغوی ویلي طالبان دې ښکاره کړي چې خپل پلاوی یې څنګه ټاکلی او ایا د هر قوم او ډلې استازي په کې شته؟
په عین حال کې؛ طالبان د افغانستان له حکومت سره پر جګړه بوخت دي، نو دلته ټول هغه اړخونه او افراد چې د همدې حکومت مخکیني کارکوونکي او مشران پاتې شوي یا اوس هم په کې دي، یعنې د افغانستان د حکومت تر حاکمیت لاندې چې اوسیږي، باید دوی تر یوه چتر یعنې د حکومت تر چتر لاندې مذاکراتو ته لاړ شي او پر همدې اساس د طالبانو دا مخالفت برحقه نه شي ثابیتدای. ځکه دا ډلې او خواوې خو له طالبانو سره نه دي ولاړي یا جدا لاره نه لري او یا یې د حکومت پر ضد وسله نه ده اخیستې، بلکې ناراضه دي چې هغه د بشپړ بایکاټ په مانا نه شي کیدای.
له پلاوي هرکلی
د افغانستان د حکومت له لورې د پلاوي د اعلانولو سره نړیوالو غبرګونونه ښودلي دي. ملګرو ملتونو، امریکا او اروپايي ټولنې ددې پلاوي هرکلی کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پر خپل ټویټر له افغان حکومت مننه کړې چې یو ټولشموله پلاوی یې ټاکلی دی.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي:

« غواړم چې افغان حکومت، سیاسي او د مدني ټولنې مشرانو ته د سره راټولیدلو مبارکي ورکړم. دوي له طالبانو سره د خبرو لپاره یوه ټولشموله مذاکراتي ډله جوړه کړې ده. د اسلامي جمهوریت پلاوی د ولس د انځور رښتونی او د ښځو د رغنده ونډې څرګنداوی کوي.»

پایله؛
اول خو باید د افغانستان حکومت ټولو لوریو ته له مخکې د پلاوي لپاره د غړو رامعرفي کولو په برخه کې ځیني شرایط وضع کړی وای، څو پر هماغه اساس پاخه او وړ خلک یې ور معرفي کړي وای.
خو د هر څه باوجود؛ له دې هرکلیو او په افغانستان کې په ښکاره ډول د داخلي لوریو له خوا د پلاوي نه پراخ مخالفت دا په ډاګه کوي چې ټول پرې موافق دي. ترڅنګ د امریکا ملاتړ او د پلاوي هر اړخیز بلل، دا مانا لري چې هغوی ته هم قابل د قبول دی، نو پر همدې اساس به طالبان سره له دې چې له پلاوي سره یې مخالفت کړی، له همدې پلاوي سره خبرې کوي. ځکه داخلي لوري پرې راضي ښکاري او دا په هغوی پورې تړلې نه بلل کیږي چې مقابل لوری دې هم د هغوی په خوښه جوړ شي.