د کروناویروس د مخنیوي او ماتې ورکولو په اړه د روغتیا نړیوال سازمان د مشر ګټورې لارښوونې

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
  • د COVID – 19 په اړه د روغتیا د نړیوال سازمان د مشر تیدروس غبریوسس ویډیوي خبرې
  • ژباړه: غازي عابد

موږ ټول پوهیږو چې ژوند په ډراماټیکه توګه بدلیږي. زما کورنۍ ترې بیله نه ده، لورکۍ مې اوس د ښوونځي درسونه انلاین اخلي، ځکه ښوونځی یې تړل شوی.
د پاتې نړۍ لپاره شاید له دې نور هم سخت حالت راشي، خو د ښارونو او هیوادونو تجربو چې دا ویروس (کروناویررس) یې په شا کړی، نړۍ ته هیلې او همت ورکوي.
په دې سخت وخت کې خپلې فزیکې او ذهني روغتیا ته پاملرنه مهمه ده. دا به نه یوازې اوس، بلکې په اوږدمهاله کې درسره مرسته وکړي:
۱- سالم او مغذي خواړه وخورئ، ځکه دا ستاسې د وجود د دفاعي سیستم په پياوړتیا کې ښه مرسته کوي.
۲- د الکولو استعمال مو محدود کړئ او د ډیرو خوږو شیانو له څښلو هم ډډه وکړئ.
۳- سګرټ مه څکوئ. ځکه په کرونا وایروس (کویډ۱۹) که اخته شوۍ، بیا سګرټ کولی شي چې ستاسې د شدیدو ناروغیو سبب شي.
۴- تمرین: د روغتیا نړیوال سازمان په ورځ کې د غټانو لپاره د ۳۰ دقیقو فزیکي فعالیت او د ماشومانو لپاره د یو ساعت فزیکي  فعالیت ترسره کولو لارښوونه کوي.
که سیمه ییز یا ملي لارښوونې اجازه درکوي، یعنې بهر ته تلل بندیز نه وي، دباندې قدم وهلو لپاره ووځئ، منډه یا څه شی وچلوئ او له نورو واټن واخلئ. که چیرته کور یوازې نه شې پریښودای، یو انلاین تمرن پيدا کړئ، یوه میوزیک ته تاوراتاو شه، یوګا تمرین وکړئ او یا قدم ووهئ او په زینو ښکته پورته شئ.

یوګا یو فزیکي، ذهني او هڅوونکی تمرین دی. یوټیوب کې یې د زده کولو ویډیوګانې موندلی شئ

که په کور کې کارکوئ، پر یوه ځای د ډیر وخت لپاره مه کیښنئ، له ځای پورته شئ او په هرو ۳۰ دقیقو کې یو درې دقیقې دمه وکړئ.
۵- ذهني روغتیا ته مو پام وکړئ. دا حتمي خبره ده چې د بحرانونو پرمهال خلک د وارخطا، ګډوډ له فشاره ډک احساس کوي او ویریدلي وي.
له هغو خلکو سره خبرې کول چې ته یې پيژنې او باور پرې کولی شې، درسره مرسته کوي. په خپله ټولنه کې د نورو خلکو هڅول، درسره همدومره مرسته کوي، څومره چې ستاسې د هڅولو او ډاډ ورکولو پرمهال هغوی سره کیږي.
د خپلو ګاونډیانو، کورنۍ او ملګرو پوښتنه وکړئ، ځکه خواخوږي خپله یو علاج دی.
میوزیک واورئ، کتاب ولولئ، او یا ګیم وکړئ او که خبرونه مو اندیښمنوي، نو کوښښ وکړئ چې ډیر خبرونه وانه ورئ او ونه ولولئ. په ورځ کې یو یا دوه ځلې له باوري سرچینو معلومات واخلئ.
کویډ۱۹ یا کورنا ویروس له موږ ډیر څه اخلي، خو دا یې ترڅنګ موږ ته یو ځانګړی فرصت راکوي، چې د یوې انساني ټولنې په ډول سره یوځای شو، له یو بل یې زده کړو او له یو بل سره راپورته او ودریږو.