ليکنه: مدثر دعوت
د باليووډ فلمي اداکاره شيخا ملهوترا د کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره د نرسينګ دنده پيل کړه.
شيخا چي هندي سندرغاړې ده او د سنجي ميشرا سره يې د کانچلي په نوم فلم کي د ښځينه لوبغاړي رول ادا کړی اوس د هندوستان د مهاراشترا په يوه روغتون کي د ناروغانو خدمت کوي.
باليووډ ته تر راتګ وړاندي شيخا ملهوترا د نرسينګ ټرينينګونه اخيستي وه خو ددې دندي سره يې علاقه نه وه او سينمايي سفر يې پيل کړ.
کله چي کرونا ويروس په هندوستان کي هم خپور سو نو پريکړه يې وکړه چي خپل ولس ته به دهمدې لاري خدمت کوي.
شيخا اوس د هند د مهاراشترا ايالت په جګوشوري کي د بلاصاحب روغتون نرسه ده.
شيخا چي په ۲۰۱۴ز کال کي د روغتيا په برخه کي زده کړي کړي وايي” اوس يې وخت رارسيدلی چي خپل ولس او خلکو ته د طبابت له لاري خدمت وکړم،د کرونا ويروس زموږ تر خلکو هم رسيدلی او زما خلک ماته اړتيا لري”.
هندوستان کي تردې مهاله د کرونا ويروس ۹۰۶ پيښي ثبت سوي چي له امله يې ۲۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
په نړيواله کچه ۵۹۸۰۹۴ کسان په کرونا ويروس اخته دي او ۲۷۳۷۱ کسان يې وژلي دي.