- لیکنه: غازي عابد
بلاخره د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ پرون د بندیانو د تبادلې په اړه دویمه انلاین ناسته هم وشوه.
په دې ناسته کې موافقه وشوه چې د مارچ پر ۳۱ به ۱۰۰ طالب بندیان خوشي شي.
د حکومت او طالبانو تائید
د افغانستان د ملي امنیت شوار په رسمي فیسبوک پاڼه هم د پرونیو خبرو تائید شوی.
د ملي امنیت شورا په رسمي فیسبوک پاڼه لیکل شوي:
«د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولي د لومړني تماس ګروپ د ویډیو کنفرانس له لاري د طالبانو سره د زندانيانو د خلاصون پر لومړنيو تخنیکي اقداماتو خبري وکړې.»
هلته زیاته شوې؛ تر نورو بحثونو وروسته به د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان مطابق د زندانیانو سن، روغتیایي حالت او د کرونا وایرس پر وړاندي اسیب پذیریو ته په کتلو سره، د مارچ تر ۳۱مي نېټې پوري سل تنه زندانیان د بشري خواخوږۍ له خاطره د طالبانو د ډلي او زندانیانو څخه جنګ ته د بیا نه راګرځېدلو تر تضمین تر لاسه کولو وروسته خوشي شي.
د ملي امنیت شورا ویلي چې په دې اړه د نورو بحثونو لپاره به د طالبانو یو ټیم د حکومت سره په راتلونکو ورځو کي مخامخ لیدنه ولري.
بل پلو د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم پر خپل ټویټر دا خبرې تائید کړي دي.
هغه لیکلي:
«نن د بندیانو دخلاصون لپاره د افغانستان د اسلامي امارت د تخنیکي ټیم ، سره صلیب، امریکا، قطر او کابل ادارې د تخنیکي ټیم تر منځ پنځه اړخیز ویډیويي کانفرانس جوړ شو چې ۴ ساعتونه يې دوام وکړ او د بندیانو د خلاصون پر پروسې یې مفصلې خبرې وکړې.»
سهیل شاهین همداراز ویلي چې پدې ناسته کې پریکړه وشوه چې د بندیانو د خلاصون پروسه به د مارچ د میاشتې پر ۳۱مه نیټه عملا پیل شي.
هغه ویلي چې د بندیانو د تصدیق لپاره به طالبان یو تخنیکی پلاوی بګرام ته لیږي، تر څو د ورکړل شوي لیست مطابق د بندیانو په پيژندنه، تائید او را خلاصولو کې مرسته وکړي.
د امریکا هرکلی
په افغانستان کې د امریکا سفارت په خپل ټویټر پاڼه ددې خبرو هرکلی کړی دی او ویلي یې دي چې دوی ټولې خواوي هڅوي چې په افغانستان کې سولې او اوربند ته ورسیږي.
په عین حال کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم له دې پرمختګونو هرکلی کړی دی.
هغه پر ټویټر لیکلي:
«نن د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو د تبادلې دوهمه تخنیکي غونډه بیا د ویډیو کنفرانس له لارې وشوه. دواړو غاړو توافق وکړ چې د بندیانو خلاصون به د دواړو خواو لخوا د مارچ پر ۳۱ پیل شي.»
خلیلزاد زیاته کړې چې دا یو مثبت پرمختګ دی. د تخنیکي غونډو له لارې به د بهیر د سم پرمخ تللو ډاډ وشي.
دا تخینکي ناستې به مو د افغان وژنې پای ته نیږدي کړي؟
د امریکا او طالبانو ترمنځ له خبرو وروسته که څه هم د سولې لپاره د افغانانو هیلې لوړې شوې، خو وروسته له هغه چې طالبانو د ۵ زره بندیانو د خوشې کولو لپاره وچ دریځ ونیوه او ورسره مقابل کې افغان حکومت ددې بندیانو د خوشې کیدو لپاره د ضمانت غوښتل چې جګړې ته به نه ستنیږي او اورکم به هم پلی کیږي، هر څه په ټپه ودرول او خلک هم یو څه ناهیلي شول.
له پرونیو او وړمې ورځې انلاین خبرو یو ځل بیا هیله پیدا شوه. ځکه د بندیانو مسله چې دواړه لوري سره پرې نه جوړیدل، ښکاري چې پرون موافقه پرې شوې.
داسې ښکاري چې د بندیانو د خوشې کیدو په برخه کې که بشپړه نه وي، خو پر ځینو برخو موافقه شوي وي، ځکه د افغانستان حکومت په لومړي پړاو کې د سلو بندیانو د خوشې کیدو خبر ورکړی دی.
په عین حال کې د سهیل شاهین پر ټویټر د تیر په خلاف دا ځل د پنځه زرو بندیانو خبره نه ده یاده شوې او نه هم دا ویل شوي چې دا ټول باید ژر خوشې شي.
دوه ټکي چې د افغانستان د حکومت ټینګار و، یو د بندیانو د خوشې کیدو په مقابل کې ضمانت چې بیا به جګړې ته نه ستنیږي، د افغانستان د ملي امنیت شورا له اعلامیې ښکاري چې دا ضمانت ورکړل شوی دی او بل ضمانت د تاوتریخوالی کموالی دی، شاید دا هم په دې کې شامل وي.
خو په ټوله کې دا ښه اقدامات دي. طالبان به هم کوښښ کوي چې بین الافغاني خبرې ژر پیل شي، ځکه هلته له امریکا سره د شوي توافق لیک لپاره هم دا ضرور ده، ځکه که بین الافغاني خبرې ونه شي، نو دا د امریکا او نړۍ لپاره د پاتې کیدو پلمه کیدای شي.
ترڅنګ د افغانستان حکومت به هم غواړي چې مسله حل کړي، ځکه اوس افغانان د کروناویروس له خطرناکې ناروغۍ سره مخ دي، اړتیا ده چې حکومت باید وزګار شي، څو خپله توجه د جنګ پرځای ددې وبا پر ضد مبارزې ته کړي، نو دې وخت کې اړتیا ده چې اوربند وشي، څو دوی وشي کولی چې هرې سیمې ته لاسرسی ولري او د خلکو مرسته او درملنه وکړي.
له بله پلوه؛ د امریکا د یو میلیارد ډالرو د مرستو کمولو وروستی ګام چې ظاهراً د غني او عبدالله د اختلافاتو پایله ښودل شوې، خو ښکاري چې اصلي لامل یې د بندیانو مسله او بین الافغاني خبرو ځنډیدل دي، دا خبره له دې هم ښه معلومیدی شي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په هماغه اعلامیه کې پر دې خواشیني ښودل شوې چې افغان لوري ولې تر اوسه د مذاکراتو لپاره یو پلاوی ونه شو ټاکلی.
خو په هر حال؛ د دواړو لوریو له وروستیو دریځونو ښکاري چې د بندیانو مسله نور حل ده او ژر به پر نورو مسایلو د خبرو لپاره مخته ځي، ځکه همدا تیره شپه د افغان حکومت له لورې د مذاکراتو لپاره د یوه لیست د خپرولو خبرونه خپریږي، که څه هم د سولې وزارت دا رد کړی، خو تر ډیره داسې ښکاري چې ښايي همدا یا په لږ تغیر سره دا پلاوی د سولې د خبرو لپاره ټاکل شوی وي.