- ژباړه: عطا محمد میاخېل
موږ داسې عادت شوي یو چې تل په کار ځای کې خپل ځان وستایو او پر ځان مین و اوسو، خو دا کار نه شي کولای، چې موږ دندهییزې بریا ته ورسوي. له موږ سره ملتیا وکړئ، چې تاسو ته ووایو، چې کوم څیزونه په کار ځای کې د خپل ځان په اړه ونه وایئ.
هر څومره چې ستر انسان و اوسئ، نو ډېر کم به له خپل ځان څخه ستاینه وکړئ، کله چې واقعاً په خپل کار کې مسلکي واوسئ، نو دا نور دي چې ستاسو په غیاب کې وایي، چې فلانی څومره مسلکي دی، خو مسلکي کسان هېڅکله د خپل ځان په اړه دا خبره نه کوي، د خپل ځان ستاینه، ستاسو د پرمختګ مخه نیسي، په داسې حال کې، چې نه غواړئ داسې وشي.
هغه کسان چې تل په ټولنیزو رسنیو کې د خپلو زدهکړو، تجربو او پیسو په اړه باټې وهي، له دې څخه وېرېږي، چې داسې نه په ټولنه کې نالیدلي ونه نیول شي، په همدې خاطر ځان ستروي او افراطي اصطلاحګانو ته مخه کوي، خو په حقیقت کې څوک ارزښت نه ورکوي.
باید پر دې پوه شئ چې په ځان باور لرونکي او مسلکي کسان، خپل ځان ته درنښت کوي. رښتینولي ده چې تاسو د درنښت وړ ګرځوي، نه افراطي او ستاینه راپارونکې جملې چې خپل پروفایل مو ترې ډک کړی دی.
د انساني ځواک په برخه کې پیاوړې او بریالۍ لیکواله لیز رایان (Liz Ryan) وایي: هېڅکله هغه نهه عبارتونه، چې لاندې پرې رڼا اچول کېږي، د ځان په اړه یې مه وایئ. له دې عبارتونو څخه یو شمېر یې هغه دي، چې انګرېزي ژبې خلکو، د شخصي برنډ جوړونې برخې ته داخل کړي دي، خو له هغو څخه ډېری یې په وېبسایټونو، لکه لېنکډاین کې د پاړسي ژبو خلکو له خوا ترې ګټه اخیستل کېږي.
۱ ـــ قانون ماتونه کوم
دا تر ټولو بده خبره ده چې کولای شئ د برنډ جوړونې په برخه کې یې وکړئ، د بېلګې په توګه وایئ: “زه دې سازمان ته ننوځم او ټولو اصول او قوانین یې له منځه وړم.” په ډاډ سره ویلی شم، چې هر کاروبار د یوې مشخصې موخې په لور د حرکت په حال کې دی، یانې د خپل ځان لپاره یو لیدلوری لري او مدیران یې نه غواړي، چې په رامنځته شویو اصولو او قوانینو کې یې ګوتوهنه شي، نو قانون ماتونه، تر ټولو بده ټاکنه ده چې کولای شئ په برنډ جوړونه کې یې ولرئ.
۲ ـــ د بدلون چلوونکی یم
په برنډ جوړونه کې دا بله خبره ده چې باید له کولو څخه یې ډډه وکړئ. که پوهېږئ، چې په کوم تګلوري کې مېشت یاست، نو د همغه په اړه خبرې وکړئ، نباید ووایئ، موخه مو دا ده چې شرکت ته داخل شئ او د رییس په غوښتنه بدلونونه رامنځته کړئ، که داسې خبره وکړئ، یانې هغه ټول ځواک، چې په خپل لاس کې یې لرئ، د بل فرد له خوا تاسو ته درکول کېږي، نو تاسو کوچنی تر سترګو کېږئ، نه د بدلون مامور.
۳ ـــ په خپله کاري برخه کې، استاد، متخصص یا کارپوه یم
اجازه ورکړئ چې نور تاسو متخصص وګڼي، که له هغوی سره د ستونزې په حل کې مرسته وکړئ، نو په ډېرې لېوالتیا ستاسو لپاره دا کار ترسره کوي، نو پخپله خپل ځان مه ستایئ، دا کار د دې سبب ګرځي، چې خپل ټول ځواک له لاسه ورکړئ.
۴ ـــ خلاق یم
باید ووایئ چې څه خلاقیت لرئ، موږ په خپله تصمیم نیسو چې خلاق پاتې شو یا نه.
۵ ـــ د نړۍ په زیاتره هېوادونو کې مشهور یم
واقعاً د شرم خبره ده چې د خپل ځان په اړه دا جمله په خوله راوړئ، ځکه که حقیقت ولري، نو ویلو ته یې اړتیا نه لرئ. ووایئ چې څه وړتیاوې لرئ، نه دا چې نور ستاسو په اړه څه فکر کوي.
۶ ـــ په خپله کاري برخه کې ډېر مخکې یم
غوره ده چې نور ستاسو په اړه دا خبره وکړي.
۷ ـــ له دې پوهنتون څخه فارغ شوی یم او په هغه شرکت مې کار کړی دی
آیا له دېرش کلنۍ څخه په پورته عمر کې ستاسو ارزښت په هغه پوهنتون پورې تړاو لري، چې ترې فارغ شوي یاست او یا هم په هغه شرکت پورې تړلی دی، چې پکې کار مو کړی دی؟ له شک پرته دا ستاسو د ژوند مهمې برخې دي، خو تاسو به له دې سندونو څخه پرته هم فوق العاده واوسئ. په دې ځای کې پوښتنه را ولاړېږي «ولې؟» «څه څیز تاسو توپیري کوي؟» په دې اړه خبرې وکړئ.
۸ ـــ لیکوال، اېډېټر، وېب سایټ جوړونکی او نور …. یم
ښایي په برڼد جوړونه کې په خپلو تخصصونو پسې لاړ شئ، خو په دې کار سره، خپله وړتیا نالیدلې نیسئ، په بشپړه توګه تاسو ډېر زیات ارزښت لرئ، باید ووایئ، چې په دې مهارتونو سره غواړئ، څه وکړئ، باید ووایئ، چې دا مهارتونه څنګه کولای شي د یو بل ترڅنګ مېشت شي او له بل فرد سره د هغه په کاروبار کې مرسته وکړي.
۹ ـــ ډېر زیات هڅاند یم
که کوم شرکت یوازې ستاسو هڅاند اوسېدو په خاطر، ستاسو د ګمارنې په لټه کې وي، زما په اند نباید په کار باندې بوخت شئ. کله چې صنعتي بدلون (انقلاب) خپل ځای په پوهې باندې ولاړ اقتصاد ته پرېښوده، نو هڅاند اوسېدو خپل ارزښت او مفهوم له لاسه ورکړ. په داسې یوه شرکت کې په کار باندې بوخت شئ، چې ستاسو آیډیاو او فوق العاده ذهن ته ارزښت ورکړي، نه هغه څوک، چې یوازې غواړي سخت کار وکړي.