د زابل پيښه او حساس پړاو؛ افغان وژنه ولې نه بندیږي او دا ډول بریدونه راتلونکی څومره غرقولی شي؟

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
  • لیکنه: غازي عابد

پرون د ۱۳۹۹ هجري کال لومړۍ ورځ وه، په دې ورځ هم افغانان د ویر پر ټغر ناست ول.
هغوی چې له مخکې دې ورځې ته د رخصتۍ او چکر پلانونه نیولي ول، هغه ټول وروسته له هغې په ټولنیزو رسنیو کې پر ویرونو بدل شول چې په زابل کې د افغان ځواکونو پنځه ویشت سرتیرو د طالبانو په بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د زابل برید او د افغان حکومت غبرګون
ارګ یوه اعلامیه مې کې ویلي؛ د طالبانو ډلې نن سهار په داسې حال کې چې زموږ هېوادوال له یوې خوا په دې وروستیو کې د کرونا ویروس خپرېدو ته په اندېښنه کې دی او له بل لوري په هیواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین په موخه د نوي لمریز کال پیل ته خوشاله وو، د زابل ولایت مرکز کلات ته څېرمه پر امنیتي پوسته د تروریستي برید پرمهال زموږ یو شمېر ملي پولیس او د ملي اردو سرتېري شهیدان کړي دي.
ارګ زیاته کړې؛ جمهوررئیس غني د دغه وحشیانه برید سخت غندلو پرمهال وویل، د هیواد دغه صادق بچیان (امنیتي او دفاعي ځواکونه) چې په ډېره مېړانه او اتلولۍ نه یوازې د هیواد او هیوادوالو د دفاع او ساتنې، بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي، د افغانستان عظیم ولس او نړیوال د دوی د سرښندنو قدرداني کوي او په ټول قوت یې ترڅنګ ولاړ دي.
برخلیک ټاکوونکي پړاوو
اعلامیه کې ویل شوي؛ د هیواد په دغه حساس او برخلیک ټاکونکي پړاوو کې چې تر بل هر وخت د سولې لپاره چې زموږ د هیوادوالو لویه هیله او اساسي غوښتنه ده، زیات فرصت برابر شوی، د وسله والو طالبانو ډلې دغه ډول وحشیانه او تروریستي بریدونه نه یوازې د سولې دغه فرصت له خطر سره مخ کوي، بلکې د دوی پر ضد به د ولس کرکه او نفرت لا راوپاروي.
د خلکو غبرګون؛ حکومت او طالب باید څه وکړي؟
په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو پرونی برید سخت غندل شوی او دا د پنجاب هغه ګوزار بلل شوی چې نه پریږدي افغانان ارام پاته شي او که په هر ډول وي باید جګړه دوام وکړي.
دا د نیوکې ځای بلل شوی او دی چې څه دلیل شته چې بهرنیان نشته، ورسره اوربند دی، خو بیا هم پر افغان ځواکونو برید کیږي او ارام نه پریښودل کیږي؟
ددې لپاره یو واضح ځواب دا دی چې په واقعیت کې دا جګړه پردۍ ده، د پردیو د پاتې کیدو او د افغانستان د بیخ و بنیاد ایستلو لپاره یوه ډیره خطرناکه پلمه ده چې له بدمرغه روانه ده.
ځکه بهرنیانو لکه په تړون کې یې چې ویلي چې دوی به هغه مهال افغانستان کې پاته کیږي چې حالات ښه نه وي، نو که ددوی له حالاتو له خرابوالي هیڅ زیان نه لري، اما دا موخه خو په کې لري چې په کې پاته شي، نو بې شکه چې دا ډول بریدونه او سترې غمیزې د امریکا او متحدینو لپاره دا پلمه لا قوي کولی شي چې له افغانستان باید ونه ووځي او همدلته پاته شي.
اوس وخت کې طالب مشران که رښتیا هم د افغانستان د سولې لپاره د رښتیني هڅې خبره کوي، نو باید ثابته یې کړي او د خپلو جنګیالیو ته د جګړې د بندیدو د امر ترڅنګ ددوی وروستی برید وهم غندي، ځکه دا د افغانستان د ملت غوښتنه ده او په عین حال کې د طالبانو د هغې خبرې تائید هم دی چې پخوا یې ویل که له بهرنیانو سره زموږ جګړه ختمه شي، نو دوی له افغانانو سره مشکل نه لري، نو د امریکا او طالبانو تړون هماغه څه دي چې دوی پخوا ویلي ول، نو په داسې حال کې د هیڅ برید لپاره بهانه نشته، پر همدې اساس طالبان باید هماغه مخکینۍ دعوه ثابته کړي.
د افغانستان حکومت پرونی نرم دریځ چې وړاندې مو راخیستی، که څه هم د خلکو له خوا غندل شوی، خو په حقیقت کې ښه اراده ده او ددې مانا ورکوي چې د سولې حساس پړاو کې نه غواړي چې عُقدې راوپاروي او د جګړې ډګر ګرم کړي، اما ترڅنګ باید حکومت بشپړ چمتو اوسي او تل په دفاعي حالت کې وي، ترڅنګ پر هغو بریدګرو، ګروپونو او ډلو د تعرض په حال کې وي چې دداسې بریدونو پلان لري یا پلان ورکول کیږي، ځکه دلته پر جګړه مارو هیڅ باور نه دی کار او بیا په داسې جګړه مارو چې له ګاونډي دښمنانو حمایه کیږي یا پناه ځایونه ورکول شوي دي.
شاید طالب مشران هم پر دې وضعیت نه وي راضي، خو پردي تلپاتې دښمنان تل فعاله دي او نه پریږدي چې جګړه سړه اوسي او د سولې لپاره لاره قدم په قدم هواره شي.
خو په هر حال؛ یو حساس پړاو دی، د افغانستان ځواکونه باید چمتو اوسي او هیڅ ډول برید ته اجازه ورنه کړي او طالبان هم باید په خپلو واقعي ملګرو پام و ټینګار وکړي چې دداسې واقعو مخنیوی وکړي، ځکه که دا سرتیری وژنې، نو سبا سوله د چا لپاره او له چاسره کوې !!!