د الېکس هېلس د کرونا ټېسټ په اړه ضدو نقیض راپورونه

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

یاران سپورټس
د انګلستان کرکټ لوبډلې پیاوړي اوپنر توپ‌وهونکي الېکس د کرونا ټېسټ په اړه خلکو څرګندونې کړې دي.
د مارچ په ۱۶مه هغه له پاکستان څخه انګلستان ته لاړ او هلته یې توده تبه، ستوني درد او ټوخې پیل کړ.
کله یې چې ټېسټ وشو، نو ځينو رسنیو د هغه ټېسټ د ډاکټرانو له قوله مثبت را اخیستی، خو ځینو کسانو بیا د هغه ټېسټ مشکوک بللی دی.
د بزینېس په نامه یوې وېبپاڼې لیکلي، چې د الېکس هېلس د کرونا ټېسټ مثبت ختلی او هغه په دې ناروغۍ اخته دی.
الېکس هېلس د پاکستان په سوداګریزو لوبو کې له کراچۍ کېنګز کرکټ لوبډلې سره د اوپنر توپ‌وهونکي په صفت لوبېده، چې ډېر ژر یې پاکستان لیګ د مارچ میاشت په نیمایي کې پرېښود او انګلستان ته ورسېد.
د پاکستانۍ لوبډلې مبصر رمیز راجا د مارچ په ۱۷مه ویلي، چې ښایي هېلس ته کومه ستونزه نه وي پېښه شوې، بلکې مشکوکه پېښه به وي.
خپله الېکس هېلس هم ویلي، چې هغه ګوښه نشیني اختیار کړې او او سېلف اېسولېشن یې غوره کړی دی.
د انګلستان کرکټ بورډ هم ویلي چې لوبغاړي یې ګوشه‌نشین دي او د روغتیا نړیوال سازمان امر پر ځای کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو ایچ او ویلي، چې د ۱۴ ورځو لپاره باید ډله‌ییزه او د ګڼې ګوڼې له محافلو لاس په سر شي.
اوسمهال ډېری هېوادونو د کرونا ویروس له امله ډېری د ګڼې ګوڼې ملکي او لوبییز فعالیتونه ځنډولي دي.
افغانستان، اسټرالیا، انګلستان، هندوستان، پاکستان، افریقا، سریلانکا، نیوزیلېنډ، بنګله‌دېش او نورو هېوادونو خپلې لوبې د کرونا وېروس د مخنیوي په خاطر ځنډولې دي.
alex-hales-journalist.jpg
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.