- ژباړه: نېکزاد کټوازی
څه موده مخکې پر ټایم ورځپاڼه یوه مقاله خپره شوه چې لیکوال یې ادعا کړې وه، څه چې د «ژورې مطالعه» په نامه یادېږي، ډېر ژر به له منځه ولاړ شي، ځکه چې د خلکو ترمنځ د ژورې مطالعې کچه ټیټه شوې او دا ورځې خلک کتابونه سرسري لولي او د انټرنیټي لنډشوو مطالبو سره د کتاب لوستوونکو کچه ورځ په ورځ کمېږي.
د مقالې وېرونکي ټکي دا ده چې څېړنو ثابته کړې ده چې کتاب لوستونکي تر عادي وګړو غوره او هوښیار خلک دي او په دې نړۍ کې یوازینې کسان دي چې د میینتوب او ملګرتیا ارزښت لري.
د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کې د ارواپوهانو د څېړنو پر بنسټ، هغه کسان چې رُمان لولي د خلکو ترمنځ له نورو سره د همدلۍ ډېره وړتیا لري او د «ذهن تیوري» په نامه وړتیا د هغه څه ترڅنګ چې دوی خپله پرې باور لري، کولای شي د نورو باورونه، نظرونه او خوښي په نظر کې ونیسي او د هغوی په اړه قضاوت وکړي.
دوی کولای شي پرته له دې چې د نورو نظرونه رد کړي یا له خپلو باورونو لاس واخلي، د نورو د نظرونو له اورېدلو خوند واخلي.
د تعجب وړ هم نه ده چې کتاب لوستوونکي غوره خلک دي، ځکه چې کتاب لوستل په ناواقعي سترګو د نورو ژوند تجربه کول دي او د دې ټکي زده کول دي چې څنګه پرته له دې چې د نورو په ژوند کې دخیل اوسې، وکولای شي، چې نړۍ د بل چا په هکله وویني.
کتاب لوستوونکي د زرګونو کسانو اروا او پوهې ته لاسرسي لري، هغه څه یې لیدلي چې پرته له کتاب لوستوونکو څخه یې څوک نه ویني او د هغو انسانانو مرګ یې تجربه کړی چې تاسو یې هېڅکله نه پېژنئ.
دوی زده کړي چې ښځینهتوب څه دی او نارېنتوب یانې څه، دوی پوهېږي چې د نورو درد لېدل یانې څه.
کتاب لوستوونکي له خپل عمر څخه ډېر پوه دي.
په ۲۰۱۰ کې یوې څېړنې ثابته کړه چې ماشومانو ته مو هر څومره ډېر کتاب ولولئ د دوی د ذهن تیوري یي لا پیاوړې کېږي او په نهایت کې د دې لامل کېږي چې دا ماشومان واقعاً هوښیار شي، له خپل چاپېریال سره ډېر اشنا شي او د درک وړتیا یي لوړه شي.
د داستانونو اتلانو تجربې د لوستونکو په خپلو تجربو بدلېږي.
د داستانونو شخصیتونه چې هر درد او رنځ تېروي، په هغو پېټي بدلېږي چې لوستوونکي یې باید وزغمي. کتاب لوستونکي زرګونه ځله ژوند کوي او له هرې تجربې څخه یو څه زده کوي.
که د هغه چا په لټه کې یاست چې تاسو تکمیل کړي او د زړه خالي فضا مو ډکه کړي، نو کتاب لوستونکي پیدا کړئ او چې څو دقیقې خبرې وکړئ خپله به دوی وپېژنئ.
کتاب لوستونکي درسره ډېرې خبرې نه کوي، بلکې اړیکه درسره جوړوي.
دوی په خپلو پيغامونو کې درته شعرونه لیکي.
یوازې پوښتنې مو نه ځوابوي یا بیانیه نه صادروي، بلکې په ژورو فکرونو او تیورۍ سره جواب درکوي.
دوی مو په پوهې سره په خپلو خبرو او نظرونو جادو کوي. خلک باید یوازې په هغه چا مین شي چې وکولای شي اراو یي وویني. دا انسان باید هغه څوک وي چې ستاسو په اروا نفوذ وکړي او ستاسو د اروا هغې برخې ته لاسرسي پیدا کړي چې بل هېچا هغه نه ده کشف کړې.
د داستانونو لوستل یوه ګټه دا هم لري چې د شخصیتونو نېمګړتیاوې د دې سبب کېږي چې ذهن مو هڅه وکړي، چې د نورو ذهن ته سر ورښکاره کړئ.
ممکن کتاب لوستونکي تل درسره موافق نه وي، خو هڅه کوي چې کیسو ته مو د لید له زاویې وګورې.
د کتاب لوستونکي ملګرتیا او مینه نه یوازې دا چې د خبرو اترو کیفیت لوړوي، بلکې د اخبرو اترو کچه هم لوړوي.
د څېړنو پر بنسټ کتاب لوستونکي د کلمو، خبرو او حافظې مهارتونو د پراخې دایره درلودلو په دلیل سره هوښیار او پوه خلک دي.
د دوی ذهن تر عادي خلکو لوړ درک لري او په اسانه توګه له نورو سره اړیکې جوړولای شي.
له کتاب لوستونکي سره ملاقات په دې مانا دي، لکه زرو کسانو سره چې مو لیدلي وي او د هغو کسانو تجربې، چې ده په لوستلو سره ترلاسه کړې، ستاسو په اختیار کې ږدي.
که له داسې چا سره ملګري یاست چې کتاب لولي، یانې په حقیقت کې زر ځله ژوند کولای شئ.