ولې تل مزمنه ستړیا احساسوئ؟

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
  • ژباړه: حنیفه مومند

موږ ټول د ژوند په اوږدو کې د مصروفیتونو او ورځنیو بوختیاوو له امله د ستړیا احساس کوو. اصلاً د ستړیا احساس عجیبه موضوع نه ده، خو دا چې د مزمنې ستړیا سره مخ یوه ګواښوونکې موضوع ده.
مزمنه او تحریک‌منونکې ستړیا کولای شي د څو جدي ناروغیو نښې وي. دا چې د ورځې په اوږدو کې د ستړیا او لټۍ احساس، خوبولي حالت او بې حوصلېتوب ستونزه ولرئ، باید وڅېړل شي.
د دې حالت یو له پېژندل شوي حدس څخه کولای شو خپګان (افسرده‌ګي) وپيژنو. هغوی چې په ژور خپګان اخته دي، اصلاً په زیاترو مواردو کې حس کوي چې د هېڅ ډول فعالیت تاب او وس نه لري، بې حوصلې دي او د کور د ساده چارو له ترسره کولو هم عاجز دي.
مګر له ژور خپګان سربېره، ډېری فزیکي ناروغۍ، لکه سرطان او حتا قلبي ناروغۍ هم دې ډول احساساتو ته زمینه برابروي. هېره دې نه وي چې زړه د بدن هر غړي ته وینه رسوي. د وینې د ښه جریان په نشتون کې، خصوصاً د مغز او عضلو لور ته، د بدن د ستړیا احساس کېږي.
سرچینه: انتخاب

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.