د کرونا له امله د فوټبال نړۍ هم بې خونده سوې.

سپینه تجريدي ډیزاین

خبریال: فضل الله فضلي
د ایټالیا هیواد څخه په تازه خبرونو کي راځي چي د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۷۹ ته پورته سو، چي ددې ترڅنګ نن په امریکا کي د ۱۰۰ مثبتو پېښو څخه ۹ کسه مړه سوي دي.
د کرونا ویروس له امله د نړۍ پر ورزش هم مستقیم اثرات لوېدلي دي.
د فوټبال په تازه خبرونو کي راغلي چي د ایټالیا هیواد د سیر اې لیګ د نن حذفي جام نیمه پایلوبه، چي د جیونټوس او اث میلان لوبډلو ترمنځ ده، لغوه سوه او ددې ترڅنګ ددې جام بله نیمه پایلوبه چي سبا د ناپولي او اینټرمیلان کلبونو ترمنځ ده، لغوه اعلان سوه.
بلخوا بیا د هسپانیا د روغتیا وزیر هم اعلان وکړ، چي د کرونا ویروس له امله د چمپېنز لیګ او اروپا لیګ د بارسلونا، اینټر میلان، ناپولي، ولنسیا، خټافې او اتلانتا کلبونو لوبي به بېله تماشاچیانو وسي.

د همدې ترڅنګ پر اروپايي کلبونو باندي د لوبي مخکي د لوبغاړو د لاس په ورکولو یعني پر روغبړ باندي هم بنديز لګېدلئ دئ.
د فوټبال د لوبي ترڅنګ تېره اونۍ کي د چاپان هیواد د ځغاستي په یو لوبه کي تر ۲۰۰ کسانو پوري ګډون کړی و، چي بل هر وخت په دې لوبه کي د ۲۰ زرو څخه ډېرو لوبغاړو ګډون کړئ دئ.
د کرونا وایروس په تاز پېښو کي د نړۍ په سطحه د اخته کسانو شمېر تر ۹۲ زرو واوښتئ.
چین، ایران، جنوبي کوریا، چاپان، ایټالیا، تازه امریکا او نورو شاخوا ۴۰ هیوادونو کي دا ویروس خپور سوئ دئ.