د کرونا له ويري ګنګولې د اسيايي شورا غونډي ته نه ځي!

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

خبريال: مدثر دعوت
د هندوستان د کريکټ بورډ رئيس سورب ګنګولې د کرونا ويروس له ويري د کريکټ اسيايي شورا غونډي کي ګډون نکوي.
سبا دوشنبه د مارچ په دريمه نيټه په دبۍ کي د کريکټ اسيايي شورا د غړو ترمنځ غونډه ده او پلان وو چي ګنګولې نن عربي اماراتو ته سفر وکړي خو داچي په دې وروستيو کي په عربي اماراتو کي تر ۷۵۰ ډيري د کرونا پيښي ثبت سوي نو ګنګولې يې د ګډون څخه په شا سو.
د جمعې په ورځ ګنګولې د خبريالانو سره په خبرو کي ويلي وه چي راتلونکی اسيا کپ به د پاکستان پر ځای په عربي اماراتو يا هم کوم بل هيواد کي ترسره کيږي،ځکه هندۍ لوبډله نسي کولای پاکستان ته سفر وکړي.
تيري يوې لسيزي کي هندوستان او پاکستان د لوبو هيڅ ډول سيريز ندی ترسره کړی او يوازي په نړيوال جامونو او ټورنمينټونو کي سره مخ کيږي.
پاکستان پدې وروستيو کي د نړيوال کريکټ د کوربتوب لپاره ډيري خوارۍ کښلي او په خورا بريا مخ په وړاندي روان دي، خو که د هند کريکټ بورډ ويټو وکړي مالومه خبره ده چي د پاکستان څخه به د اسيا شل اووريز جام چي په سمپټمبر کي ترسره کيږي د کوربتوب حق اخيستل کيږي.
د کريکټ نړيوالي شورا تر اوسه پدې اړه خپل دريځ ندی څرګند کړی.