د پښتو ژبي مشهوره سندرغاړې ماه جبين قزلباش وفات سوه

سپینه تجريدي ډیزاین

ليکنه: مدثر دعوت
ماه جبين قزلباش پرون چهارشنبه په پيښور کي د زړه د ناروغۍ له کبله وفات سوه.
ماه جبين د ۲ کلونو راهيسي د زړه د ناروغۍ له کبله کړيدله خو په ۶۲ کلنۍ کي يې د حق داعي ته لبيک ووايه.

قزلباش د پښتو موسيقۍ ډګر ته په ۱۳ کلنۍ کي راغله چي په ۴۳ کلونو کي يې په زرګونو سندري وويلې.
نوموړې په ۱۹۵۸ز کال کي پيښور کي زيږيدلې وه،په قوم قزلباش وه،نيکه يې اصلاً د هرات ولایت وو او وروسته يې کندهار ته کډه کړې وه،خو ددې پلار بيا پيښور ته کډه وکړه.
د قزلباش مورنۍ ژبه فارسي وه خو په پښتو،فارسي،اردو،بلوڅي او ځينو نورو ژبو کي يې تر ۱۱۰۰۰ ډيري سندري ويلي.
موسيقۍ ته د خدمت په خاطر د پاکستان حکومت ماه جبين ته صدارتي ايوارډ ورکړ.
که څه هم ماه جبين قزلباش د ځوانۍ په دوران کي په پښتو فلمونو کي هم رولونه ترسره کړه خو په پرلپسې ناکاميو بيرته تر شا سوه.
قزلباش ته د جذاب اواز له کبله د “بلبل سرحد” لقب هم ورکړل سوی وو.
د ماه جبين قزلباش په مړينه ډيريو پښتنو سندرغاړو او هنرمندانو خواشيني ښودلې او ددې روح ته يې دعا کړې.