مارچ د کريکټ د مينوالو مياشت ده.

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

اوس د فبروري میاشتې وروستۍ لسیزه ده، دې میاشت کې هم سیریزونه ترسره شول؛ خو تر ډېره پورې پکې د کرکټ راج کم و؛ راروانه عیسوي میاشت کې زیاتره لوی ټورنمنټونه پیلېږي او ځېنې د همدې میاشت لومړیو، دویمه لسیزه او وروستۍ لسیزه کې پای مومي او یا هم شروع کېږي.
د مارچ میاشت او د لوبو پیل یې افغان لوبډله کوي.
د ۲۰۲۰ م کال مارچ میاشت کې افغان لوبډله د درې شل اوریزو لوبو پیل له ایرلېنډ سره کوي، د دې لوبو شروع د مارچ میاشتي په ۶ مه نېټه د هندوستان په ګرېټر نوېډا لوبغالي کې کېږي.
افغان کرکټ لوبډله لومړۍ شل اوریزه لوبه د مارچ میاشت په ۶ مه نېټه، دویمه لوبه د مارچ په ۸ مه او درېیمه شل اوریزه لوبه د مارچ په لسمه نېټه ترسره کوي.
د دې میاشتې په لومړۍ لسیزه کې به د ښځينه وو نړیوال جام جریان ولري او د مارچ په ۸ مه نېټه یې پایلوبه ترسره کېږي او دا ستر نړیوال جام پای ته رسېږي.
د همدې مارچ میاشت په اوږدو کې د پاکستان سوداګریز کرکټ لیګ یا پاکستان سوپر کرکټ لیګ دوام لري او تر ۲۲ مې نېټې غځېږي.
د مارچ په ۲۲ مه نېټه د پاکستان کرکټ لیګ پای ته رسېږي او اووه ورځې وروسته ترې ( د مارچ په ۲۹ مه ) نېټه د نړۍ ستر سوداګریز کرکټ لیګ پېلېږي.
آې پي ایل هغه لیګ چې ډېری خلک یې مینوال دي او رارسېدو ته یې سترګې په لار دي.
د آې پي ایل لوبې تر می ۲۴ مې نېټې دوام کوي او شاو خوا ۶۰ لوبې به پکې ترسره شي.
د آې پي ایل دیارلسم پړاو د مارچ میاشت کې پېلېږي.
دې لوبو کې د نړۍ له ګوټ، ګوټ څخه لوبغاړي اخېستل شوي او هغه لوبغاړي ځان بختور بولي چې دې لیګ کې اخېستل شوي او د لوبېدو حقوق یې ترلاسه کړي دي.
درې افغان لوبغاړي هم پکښې اخېستل شوي، راشدخان او محمدنبي له ۲۰۱۷ م کال راهیسې حېدراباد لوبډلې سره لوبېږي او سږ کال به هم همدې لوبډله کې ولوبېږي.
او مجیب الرحمن هم له نږدې درې کلونو راهیسې له کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلې سره لوبېږي.
بل پلو په دې میاشت کې د لوبډلو ترمنځ لوبلړۍ هم ترسره کېږي او لوبډلې له یو هېواد څخه بل هېواد د لوبو کولو لپاره سفرونه کوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.