په اسلام آباد کي د افغانستان سپارت لخوا د پښتو ژغورني غورځنګ وتلي غړي محسن داوړ ته د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړي په مراسمو کي د ګډون بلنه ورکړل سوې.
یاد بلنلیک په دې ډول لیکل سوی:
(( ښاغلی محسن داوړ!
په اسلام آباد کي د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفارت په ډېر ویاړ تاسو ته بلنه درکوي تر څو د روان زېږدیز کال فیبروري میاشتي په ۲۷مه کابل کي د افغانستان د نوي منتخب جمهور رئيس، محمد اشرف غني، د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړئ. ستاسو ګډون د دواړو لورو د خلګو او قومونو ترمنځ د اړیکو د لا پياوړتیا او زموږ د خوښي سبب ګرځي.
موږ هیله لرو ترڅو په یادو مراسمو کي د خپل ګډون او د تلونکي مل پلاوي بشپړ معلومات له دې سفارت سره د لازم چمتوالي په موخه شریک کړي)).
تر یاد بلنلیک وروسته محسن داوړ یاد بلنلیک پر ټویټر خپور کړی او ورسره ئې لیکلي، چي زه به ان شاالله پوره هڅه وکړم ګډون وکړم.
محسن داوړ لیکلي((
مینه په تلو راتلو زیاتیږي
کله راځه کله به زه درځم مینه
ډېره مننه کوم په اسلام آباد کې د اسلامي جمهوري افغانستان د لوی سفارت څخه چې ماته یې د ولسمشر ډاکټر اشرف غني صېب د لوړې مراسمو کې د ګډون بلنه راکړه
زه به انشاء الله پوره پوره هڅه وکړم، چې ګډون په کې وکړم ـ )).
محسن دواړ د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ او فعال غړی دئ.
هغه تل د لر او بر پښتنو د حق لپاره ږغ پورته کړی او د پاکستان څخه ئې هر وخت د پښتنو د حق غوښتنه کړې.
کله چي ولسمشر محمد اشرغني په ټاکنو کي بریالی اعلان سو، محسن داوړ هم د ټولنیزو رسنیو له لاري هغه ته مبارکي ورکړه.